سلام‌وطندار له ۳۰ هغو مېرمنو سره چې د کار جواز اخیستلو غوښتونکې دي، د مرکو په ترڅ کې موندلې چې دغه مېرمنې په یو‌شمېر سکټورونو کې نشي کولای کاري جواز ترلاسه کړي.

د موندنو پر بنسټ، روغتیا، پوهنه، خدمتونو، کرنې، صنعت او تجارت او رسنۍ هغه برخې دي چې ښځې په‌کې د فعالیت اجازه لري، خو ډېری مېرمنو ته د دې سکټورونو د جواز اخیستلو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرپرست حکومت تل لاسي صنایعې او سوداګري د ښځو لپاره هغه برخې بللې چې کولای شي، دې برخو کې خپل فعالیت وکړي، خو دې مرکو کې څلورو مېرمنو سلا‌م‌وطندار ته ویلي، په ولایتونو کې ښځې نه‌شي کولای د سوداګرۍ یا صنعت جواز ترلاسه کړي.

د دوی په وینا، یوازې په مرکز کابل کې ښځینه سوداګرو ته د فعالیت جواز ورکول کېږي. د بامیان اوسېدونکې عزیزه رسولي وویل: «بیا مې غوښتل جواز واخلم، خو اوس جواز نشته چې تمدید یې کړي. باید له عدلیې یې واخلم، هغه ډېر په لوړه تمامېږي.»

په همدې حال کې د پروان یوه اوسېدونکې شیبا له سرپرست حکومت غواړي چې ښځو ته د جواز ورکړې برخه کې شته محدودیتونه لرې او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

هغې وویل: «ښه دا روښانه ده، کله چې د حکومت له‌‌خوا موږ ته اجازه نه‌راکول کېږي، موږ ته زمینه برابره نه‌شي، نشو کولای چې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړو.»

بل‌خوا د مرکه شویو سوداګرو مېرمنو له ډلې یې لسو ښځو ویلي، د پوهنې، خدمتونو او کرنې برخه کې یې د جواز اخیستلو هڅې کړي، خو په بېلابېلو پلمو ورته جوازونه نه‌دي ورکړل شوي.

د کندوز اوسېدونکې پریسا شریفي چې دغه ولایت کې یې د یوه ښوونیز مرکز د جواز غوښتوونکې ده، سلام‌وطندار ته ویلي: «ځینې ښځې راټولې شوو چې زده‌کړې ورته ورکړو او پرېکړه مو وکړه چې یو ښوونیز مرکز جوړ شي، پوهنې ریاست ته ورغلو چې جواز واخلو، خو حتا دننه یې اجازه رانه‌کړه.»

په ورته مهال درېوو نورو مرکه شویو مېرمنو چې د عامه خدمتونو، لکه عدالت، مدني بنسټونه، د ویزې او پاسپورټ خدمتونو شرکتونو، ټکنالوژۍ او کرنې شرکتونو جواز اخیستلو غوښتونکي دي، ویلي، د جواز غوښتنه یې کړې، خو رد شوې.

په ورته مهال د سلام‌وطندار د موندنو له مخې، د یوې رسنۍ مسووله چې نه‌غواړي نوم یې په دې راپور کې یاد شي، ویلي، د جمهوریت له پرځېدو وروسته یوازې دوو مېرمنو ته د رسنیو د فعالیت جواز ورکړل شوی دی.

دې مرکو کې هم درې ښځینه خبریالانې چې د رسنیو او رسنیزو بنسټونو د کاري جواز غوښتونکي دي هم وايي چې پر دې نه‌دي بریالۍ شوي چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له‌خوا جواز ترلاسه کړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» هم ویلي، دوی ته ځینې داسې شکایتونه رسېدلې چې کواګې ښځو ته د رسنیو جوازونه نه‌دي ورکړل شوي.

د یاد بنسټ رییس ظریف کریمي: «له بده‌مرغه چې موږ معلومات ترلاسه کړل چې ځینو ښځو غوښتل د رسنیو بنسټونه جوړ کړي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوی د نشراتو جواز ځنډولی او د فعالیت اجازه یې نه‌ده ورکړې.»

په ورته مهال د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې بیا وايي چې پر ښځو د محدودیتونو دوام به د دوی ستونزې ورځ ترې بلې ډېرې کړي.

د ښځو حقونو فعالې لطیفې انوري وویل: «افغانستان کې له بده‌مرغه چې ښځو ته په هېڅ برخه او په هېڅ دلیل نه‌ورکول کېږي، د ا.ا حکومت کې چې ښځو په سینګارتونونو کې کار کاوه، سوداګرې مېرمنې ټولې په کور ناستې دي. موږ ویلی شو چې ښځې ډېر بد وضعیت کې دي.»

د ښځو حقونو یوه بله فعاله زینب رضايي وايي، له هغه وخت چې سرپرست حکومت واکمن شوی، ښځو ته یې د فعالیت اجازه نه‌ده ورکړې. «د انجو، موسسو او حتا د موټرچلولو جواز ښځو ته نه ورکول کېږي او دا یوه لویه ستونزه ده چې افغانستان کې ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او دا د اندېښنې ځای دی.»

بل‌خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت او افغان ټوور دولتي شرکت سلام‌وطندار ته ویلي، له کومې ستونزې پرته ښځې کولای شي، په هره برخه کې د فعالیت جواز ترلاسه کړي.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جوا‌د‌اخوند‌زاده وویل: «له تېرو دوو کلونو راهیسې موږ څه باندې ۱۲۰۰ جوازونه ښځو ته ورکړي او له نېکه‌مرغه دا بهیر روان دی. همداراز څه باندې ۸۰۰۰ مېرمنې افغانستان کې د فعالیت جواز لري.»

د افغان ټوور دولتي شرکت عملیاتي مرستیال عبدالغفور امانت بیا ډاډ ورکوي چې ښځې کولای شي، له کوم محدودیت پرته د سیاحتي شرکت جواز واخلي. «ښځې کولای شي په ازاده توګه د سیاحتي شرکتونو جوازونه واخلي، له کوم شرط او قید پرته. ښځو ته د شرکتونو جواز اخیستلو برخه کې ستونزه نشته.»

هڅه مو وکړه چې د پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ او کرنې وزارتونو له مسوولانو نظر هم دې برخه کې ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شو.

خو د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد بیا سلام‌وطندار ته وویل، دوی هڅه کوي، څو هغه محدودیتونه چې د ښځو کار کولو برخه کې شتون لري، هوارې کړي او ښځو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه وویل: «په ډېرو محدودو برخو کې چې تراوسه نه‌دي بریالۍ شوي چې لاړې شي، هڅې روانې دي، څو د کار زمینه ورته برابره شي. دفترونو کې زموږ د خویندو د تګ‌راتګ برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، څو ډاډ وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اوسني حکومت له راتلو سره هم‌مهاله له ځینو برخو سربېره په نورو بېلابېلو سکټورونو کې ښځې له کار کولو راګرځول شوې دي. په ځینو برخو کې بیا د نامعلو لاملونو له امله ښځو ته د کار او فعالیت جواز هم نه ورکول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام