سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۳۶ قابلو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې ډېری هغه یې د کاري زمینې کمښت سره مخ دي.

د مرکه شویو ۳۶ قابلو له ډلې یې ۱۸ بې‌دندې او پاتې ۱۸ یې چې پر دندو دي، د ښځینه ناروغانو د درملنې لپاره کافي امکانات نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بصیره او حسنا وايي، کلونه یې د دندو په ترلاسه کولو کې هڅې کړي، خو په وینا یې، نه‌دې بریالۍ شوې چې دنده ومومي.

دوی د مرکو په ترڅ کې سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم افغانستان کې د ښځینه روغتیايي پرسونل اړتیا ډېره ده، خو د روغتیايي مرکزونو نه‌ پراختیا له کبله ډېری قابلې وزګاره دي.

دوی زیاتوي روغتیايي مرکزونو کې هغو قابلو ته دندې ورکول کېږي چې پېژندګلوي او واسطه ولري.

بصیرې وویل: «تل د دندې په لټه کې یم، خو بریالۍ نشوم چې کار پیدا کړم. هر کله مې چې د کار لټون هڅې کړې، پاتې راغلې یم، له ستونزو سره مخ یم. له دې امله چې شناخت او واسطه مې نه درلوده، شارت‌لسټ یې هم نه‌کړم.»

حسنا هم وايي چې د دندې لټون یې بې‌ځایه و. «ډېره پسې وګرځېدم، خو واسطه مې نه‌وه، دنده مې ترلاسه نه‌‌کړه، کله مې چې اقدام وکړ، له ستونزو سره مخ شوم.»

بل‌خوا د سرپرست حکومت له لوري له کار څخه د ښځو مخنیوی هم قابلې اغېزمنې کړې دي. د قابلګۍ څانګې څخه تر فراغت وروسته د اګزېټ ازموینې بندېدل او د ښځو پر کار او له محرم پرته پر تګ‌راتګ محدودیتونه هغه نور عوامل دي چې له کبله یې قابلې وزګاره شوې دي.

فاطمه چې کال وړاندې د قابلګۍ څانګې څخه فارغه شوې، خو اګزېټ ازموینه کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړل شوې. هغې وویل، هغه نجونې او مېرمنې چې فارغې شوي د عامې روغتیا ازموینه کې ورته د ګډون چانس نه‌دی ورکړی شوی.

«موږ ته یې اجازه رانه‌کړه چې ازموینه کې ګډون وکړو او زه د کار په لټه وم، خو اسناد نه‌لرم او د عامې روغتیا ازموینه کې مې ګډون ونه‌کړ، هېڅوک دنده نه‌راکوي.»

شاکره چې د کندوز اوسېدونکې ده، سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي، له کار د ښځو مخنیوي له امله وزګاره ده. د نوموړې په وینا، د دندې لرلو ټولې هیلې یې له لاسه ورکړې دي. «زده‌کړې مې پای ته رسولي او کله چې کلینیک او روغتون ته ورځم، تش لاسونه ترې ستنېږم.»

بل‌خوا یو‌شمېر هغه قابلې چې په روغتونونو او کلینیکونو کې دندې لري، وايي، د ناروغانو ګڼه‌ګوڼه ډېر او روغتیايي امکانات یې کم دي.

صدف چې د لوګر د «نایب امین‌الله خان لوګري» ولایتي روغتون کې قابله ده، سلام‌وطندار ته وویل: «د قابلو یوه ستونزه د ناروغانو ګڼه‌ګوڼه ده او تشکیلات کم دی. عامې روغتیا وزارت څخه غواړو هغه تشکیلات چې بي‌پي‌اېچ‌اېس یې جوړ کړي، ستونزه لري. له دوی غوښتنه کوو چې تشکیلات او امکانات ډېر کړي، څو د مور او ماشوم د مړینې مخه ونیول شي.»

مالي ستونزې او د معاشونو کمښت بله هغه ستونزه ده چې دې راپور کې مرکه شوې مېرمنې یې له امله شکایت کوي. «جمهوریت کې معاشونه لوړ وو، بسنه یې کوله، اوس دې روغتون کې کم دی. راته وايي، که په دې کم معاش کار کوئ، ښه ګنې، بله قابله نیسو.»

یوې بلې قابلې حمیرا همراز وویل: «څلور کاله مې له معاش پرته کار وکړ، ټول لګښت زما پر غاړه وو، روغتون نه‌راکوه.»

په همدې حال کې سلام‌وطندار سره مرکو کې یو‌شمېر قابلو دا هم ویلي چې روغتیايي مرکزونه د خلکو اړتیا ته په کتو کم دي او له دې امله پر روغتونونو او کلینیکونو د ناروغانو ګڼه‌ګوڼه ډېره ده.

ملکې وویل: «کلینیک نشته. له لرو سیمو روغتون ته ناروغان راوړي، روغتون له رسېدو وړاندې مړ کېږي. لرو سیمو کې باید کلینیکونه زیات شي. له حکومت مو غوښتنه دا ده چې روغتیايي مرکزونه زیات کړي او واسطې دې کم کړې.»

فریحه چې قابله ده، سلام‌وطندار ته وویل: «د قابلو ستونزه دا ده چې روغتیايي مرکزونه کم دي، وزګاره دي، خو اصلي ستونزه یې د روغتیايي مرکزونو کمښت دی.»

د طبي علومو د یوه پوهنتون ښوونکې پروین وايي، د هېواد په روغتونونو کې د شته قابلو سربېره، قابلو ته اړتیا څو برابره ده او په وینا یې، حکومت باید د مور او ماشوم مړینې مخنیوي لپاره باید روغتونونه جوړ کړي، څو وزګاره قابلو ته په‌کې د کار زمینه هم برابره شي.

د خصوصي انسټیټوټ یوه بله استاده خالده وايي، ښځې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او له حکومت غواړي چې قابلو ته د کار زمینه پراخه چې ورسره به د مور او ماشوم د مړینې مخه هم ونیول شي.

«د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، موږ هرو اتو ښځو ته یوه قابله اړتیا لرو، هو موږ تراوسه قابلو ته اړتیا لرو.»

د ښځو حقونو فعاله وږمه یعقوبي وايي، د کابل په پرتله ولایتونو کې قابلو ته اړتیا ډېره ده. د نوموړې په وینا، هر کال ډېری میندې او ماشومان د امکاناتو نه‌شتون امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هغې په وینا، که څه هم هېواد کې قابلو ته اړتیا ډېره ده، خو ګڼ‌شمېر قابلې وزګارې دي او دا د روغتیا برخه کې د ناسم مدیریت ښکارندوینه کوي.

«له بده مرغه چې ولایتونو کې ستونزې ډېرې دي، د قابلو او نسايي-ولادي متخصصو له کمښت سره مخ دي، څو چې مور او ماشوم روغتیايي مرکزونو ته لېږدول کېږي، یا مور او یا هم ماشوم له‌منځه ځي خو قابلې دندې نه‌لري، د وزګارتیا لامل یې هم دا دی چې اوسنیو شرایطو کې له محرم پرته اجازه نه‌ورکول کېږي چې کار وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت‌زمان امیرخیل سلام‌وطندار ته هېواد کې د وزګاره قابلو شمېر ۲۶زره ښيي او ټينګار کوي، دغه وزارت هڅه کوي، څو ورته د کار زمینه برابره کړي.

«په ټولییزه توګه د قابلو کره شمېر نه‌لرو، خو اټکلییز ویل شو چې شاوخوا دولتي مرکزونو کې ۴۰۰۰ او خصوصي مرکزونو کې ۶۰۰۰ قابلې پر دندو بوختې دي. ټول هېواد کې بیا څه باندې ۲۶زره قابلې له ښوونیزو بنسټونو فارغې شوي او هڅې روانې دي، څو د کار زمینه ورته برابره شي. ا.ا تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت ساختار کې ۱۱زره بستونه اضافه کړي چې قابلو، نرسو او ډاکټرانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې په هر دوو ساعتونو کې د زېږون او یا هم د اومېندوارۍ پر مهال یوه ښځه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام