Asset 1SWN

سلام وطندار

د هلمند د دېشو اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له کمښت شکایت کوي

دېشو ولسوالۍ روغتون

د هلمند دېشو ولسوالۍ چې لښکرګاه ښار څخه ۳۰۴ کیلومتره لرې پرته ده، اوسېدونکي یې د روغتیايي خدماتو نشتوالي له امله جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي، د امبولانس او عملياتي امکاناتو کمښت د دې سبب شوی چې ګڼ ناروغان د لښکرګاه او نورو سیمو روغتیايي مرکزونو ته د لېږد پر مهال ژوند له لاسه ورکړي.

دوی له نړیوالو ادارو او دولت څخه د دېشو ولسوالۍ روغتیایي برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د دېشو ولسوالۍ دوه اوسېدونکي عبدالله او شااغا په روغتیايي برخه کې د شته ستونزو په اړه وايي:

«هیڅ هم نشته، ډاکټران او درمل لږ دي، ناروغ مو تر نورو روغتیايي مراکزو پوري نه رسیږي، په لاره ساه ورکوي، چې ورشو ساده یو پاکټ ګولۍ راکړي او بس.»

«د دې ځای ناروغان لښکرګاه، نیمروز او نورو ځایونو ته بیايي، دمخه چې لارې خلاصي وې، پاکستان ته یې هم بیول، اوس دلته ستونزې ډېرې دي، داسې ښځینه ناروغانې شته چې ځای ته تر رسیدو مخکې ساه ورکوي.»

اخوا د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان دېشو ولسوالۍ کې د روغتیايي خدماتو نشتوالی مني، خو ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي.

دوی وویل، لنډ وخت کې به دېشو ولسوالۍ کې د یو GH روغتیايي مرکز په فعالیدو سره د داخلې او جراحۍ متخصصان هم روغتیايي خدمات پیل کړي او همدارنګه به دامبولانس خدمات هم جاري شي.

  د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وايي:

«د دېشو لپاره موږ یو GH روغتیايي مرکز منظور کړی، د دې په فعالیدو سره به هلته جراحي او دخلې برخو کې روغتیايي خدمات پیل شي او ډېر ژره به د دېشو ولسوالۍ روغتیايي ستونزو ته رسیدنه وسي.»

هلمند په لرو پرتو سیمو کې د تېرو اوږدمهالو جګړو له امله، د نورو بېلابېلو محرومیتونو ترڅنګ، د روغتیايي خدماتو د پراختیا مخه هم نیول شوې او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دې ولایت په ډېرو سیمو کې دغه ستونزې لا هم په بشپړ ډول نه دي هوارې شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام