Asset 1SWN

پوهنې وزارت د شهادتنامو وېش بهیر برښنايي کړ

Ministry of Education

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د روڼتیا او اسانتیاوو رامنځته کېدو په پار یې دغه وزارت کې د «شهادتنامو» وېش بهیر برښنايي کړی دی.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن «سه‌شنبه، لیندۍ اوومه» د برښنايي شهادتنامو د سېسټم پرانېست‌غونډه کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د برښنايي شهادتنامو په دې سېسټم کې به د زده‌کوونکو د کلنیو نمرو د پایلو سکن، په درېوو پړاونو کې د اضافه شویو معلوماتو تایید، په منظم ډول د شهادتنامو چاپ او ځانګړي امنیتي کوډونه شامل دي.

د پوهنې وزارت د مسوولانو په وینا، د برښنايي شادتنامو د یاد سېسټم په فعالېدو سره به دولتي او غیر دولتي ادارې وکولای شي چې په انلاین بڼه د زده‌کوونکو فراغت وڅېړي.

د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا دې غونډه کې وویل: «د شهادتنامو وېش بهیر او د یاد وزارت د اجناسو ثبت برښنايي شو او دا برښنايي پروسه کولای شي چې اداري برخو کې عدالت او روڼتیا رامنځته او د شهادتنامو وېش بهیر کې به اغېزمن وي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پوهنې وزارت سرپرست همداراز هېواد کې د زده‌کړو پر ارزښت ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، هغو هېوادونو چې زده‌کړو ته پام کړی، د پرمختګ لوړو ته رسېدلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام