Asset 1SWN

لوګر کې د ۱۴۰۲ کال کانکور غوره زده‌کوونکي وستایل شول

FB_IMG_1694605192109

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پل‌علم کې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د کانکور غوره زده‌کوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفیع الله صمیم جوړې شوې غونډې ته وویل، سږکال د لوګر ډېری ځوانان د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته په لوړو نمرو بریالي شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي ټينګار وکړ، بریالي زده‌کوونکي دې په پوهنتونونو کې زیار وباسي او خپل ولایت دې ښه نومونه خپل کړي. د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې رییس دوکتور شفیق‌الله شفقت بیا دې غونډې ته وویل، افغانستان په ټولو برخو کې لوستو او مسلکي کدرونو ته اړتیا لري.

هغه دغه راز زیاته کړه، که بریالي زده‌کوونکي په سمه توګه خپله لیسانس دوره بشپړه کړي، په ټولو ولایتونو او وزارتونو کې ورته د کارکولو اړتیا لیدل کیږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د غونډې په پای کې د کانکور په بریالیو زده کوونکو د لوګر د ځينو ښوونځیو په ښوونکو ستاینلیکونه او ډالۍ هم ووېشل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام