Asset 1SWN

له کانکور پاتې نجونې: د کانکور ازموینې د پایلو اعلان ډېرې خپه کړو

دانش_آموز-دختر-1-qbyqrjfpza3pbv928yn0ob3st0l2nmpqya01gbops8

د ا.ا د ازموینو ملي ادارې پرون داسې مهال د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې چې هېڅ افغانې نجلۍ په یاده ازموینه ګډون نه و کړی. د دغو پایلو اعلان د هغو هلکانو لپاره چې بېلابېلو پوهنځیو ته په‌کې بریالي شوي وو، د خوښۍ وړ وې، خو د هغو نجونو لپاره دردوونکې وې چې کلونه یې د دې ازموینې لپاره زیار ګاللی و او له یو عالم هیلو سره یې ښوونځی پای ته رسولی و.

نبیلا ملکزاده دولس کاله ښوونځي ولاړه او په لوړو نومرو یې پای ته ورساوه یعنې هر کال به یې په ټولګي کې پوره نومرې اخیستې او اول‌نومره به بریالۍ کېده. هغې د ډاکټرې کېدو هیله لرله، خو د کانکور ازموینې ته له چمتووالي سره سره له دې ازموینې پاتې شوه او په دې سره یې خپلې ټولې هیلې په اوبو لاهو شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغې سلام‌وطندار ته ویلي: «هغه پیغامونه چې د نجونو په اړه خپرېږي او دا چې موږ بې‌برخلیکه یوو، ځوروي مې. خدای دې وکړي چې دغه توپیري چلن او د نجلۍ او هلک ترمنځ توپیر کول په بشپړ ډول له ټولنې لرې شي.»

نبیلا د هغو میلیونونه افغان نجونو له ډلې یوه ده چې اوس له زده‌کړو بې‌برخې دي. مدینه محمدي هم هغه بله افغانه ده چې د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې ته یې چمتووالی نیولی و، خو د ګډون اجازه ور نه کړل شوه.

هغه وايي، خپلې ناڅرګندې او بې‌برخلیکه راتلونکې پر اروايي ستونزو اخته کړې ده. نوموړې زیاتوي: «غواړم چې زما او د نورو نجونو پیغام د حکومت مسوولانو تر غوږونو ورسېږي. پیغام مې دا دی چې تاسې په خپلو دغو پرېکړو خپلې خویندې او د هغو راتلونکې له ستونزو سره مخامخ کوي.»

په همدې حال کې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی چې اوس په کابل کې دی، د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره په لیدنه کې یې ویلي چې د افغانستان پرمختګ د نجونو زده‌کړو ته اړتیا لري. دغه پلاوي له ا.ا څخه غوښتي چې د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي غوښتنې په غبرګون کې دې برخه کې د زغم غوښتنه کړې ده. افغانانو، په تېره نجونو پوره دوه کاله دغه زغم کړی، خو د اسلامي امارت مسوولانو لا هم د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانېستلو برخه کې هېڅ ګام اوچت کړی نه‌دی.

د ښځو حقونو فعاله سوسن خالقیار د اسلامي امارت پر دې تګلارې نیوکه کوي او وايي: «ډېر شمېر زده‌کوونکو د خپل جنسیت له کبله د کانکور ازموینه کې ګډون ونه شوای کړای. څنګه کولای شي چې د نجونو پر وړتیاوو او زیار ګاللو سترګې پټې کړي؟»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټولنپوه ضیاالحق شمس هم له زده‌کړو د افغان نجونو را ګرځول د ټولنې لپاره ګواښوونکې بولي او په وینا یې: «موږ له بده مرغه په داسې پرېکړو سره ګټوره او معقوله راتلونکې نه وینو. په دې مانا چې موږ به راتلونکي کې داسې میندې ولرو چې نه به پوهېږي خپل بچیان څنګه وروزي. خپل ژوند څنګه مدیریت کړي. کورنی اقتصاد څنګه تنظیم او څنګه له ټولنې خپله برخه واخلي، څو په پایله کې یې ټوله ټولنه یوه معتدل حالت ته ورسېږي.»

د یادونې ده چې هېواد کې د ا.ا له واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځیو او ورپسې د پوهنتون زده‌کړیالانې له لوړو زده‌کړو را وګرځول شوې او په دې سره میلیونونه افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې او د خپلې روښانه راتلونکې هیلې یې له خاورو سره خاورې شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام