Asset 1SWN

د کانکور ازموینې د پایلې اعلان؛ نجونې زده‌کوونکې: حس کوو چې بې‌ارزښته یو

AfghanSchool1_custom-e05502153dd0b32541d2778b3dfb298e67343d22

هېواد کې د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان سره هم‌مهاله یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې وايي، که ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وای، ډاډ وې چې په لوړو نمرو به یې د خپلې خوښې پوهنځي ته لاره پیدا کړې وه.

یو‌شمېر دغو نجونو زده‌کوونکو سلام‌وطندار ته وویل، د کانکور ازموینې د پایلو اعلان سره یې داسې حس کړی چې بې‌ارزښته دي. ملکه چې طب پوهنځي ته د لار موندلو لپاره یې یو کال خواري کړې وه، وايي، ډاډ وه چې د کانکور ازموینه کې به طب ته بریالۍ شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغې وویل: «خپه یم، څلور میاشتې مې امادګي ولوستله، ښوونیز مرکزونه وتړل شو، ۸۰سلنه اماده وم او ډاډه وم چې طب ته بریالۍ شم، اوس بد حال دی، تمه وه چې دا ورځ مو پایلې اعلان شوې وای.»

په همدې حال کې یوه بله زده‌کوونکې پروانه چې ټاکل شوې وه د سږکال کانکور ازموینه کې ګډون وکړي، وايي، د کانکور د ښوونیزو مرکزونو هره ازمایښتي ازموینه کې یې تر ۳۳۰ نمرې وړي او تمه یې لرله چې ډاکټره شي.

هغې سلام‌وطندار ته وویل: «د کانکور ازمایښتي ازموینې کې مې تر ۳۳۰ نمرې وړې او دوه کاله کېده چې اماده‌ګي مې نیولې وه، دا چې ډېره لایقه وم، هیله مې لرله چې کانکور ازموینه ورکړم او طب ته بریالۍ شم، ازموینه یې وانه‌خیسته او ډېره یې بې‌انګیزې کړم.»

د ازموینې ملي اداره د معلوماتو له مخې، د سږکال کانکور ازموینه کې ۸۴ زره او ۲۳۴ هلکانو ګډون کړی وو چې څه باندې ۷۸ زره او ۵۰۰ یې دولتي پوهنتونونو ته بریالي شوي دي. د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني د کانکور ازموینې د پایلو اعلان پرمهال وویل، روان کال پوهنتونونو ته د لار موندونکو شمېر زیات شوی او هڅه شوې چې څوک بې‌پایلې پاتې نه‌شي.

نوموړي وویل: «۸۴زره او ۲۳۴ هلکانو کانکور کې ګډون کړی و چې ښيي امکانات او اسانتیاوې ښې وې. په ټولیزه توګه روان کال کې د بریالیو کسانو شمېر ۷۸زره او ۵۱۱ دی چې د لوړو زده‌کړو موسسو ته ۲۴زره او ۳۳۶ کسان بریالي شوي دي.»

حقاني زیاتوي چې روان کال ۲زره او ۷۵۵ د کانکور ګډونوال هم د نیمه لوړو زده‌کړو ته بریالي شوي دي.

په همدې مهال سږکال ۱۴۰۲ د کانکور په ازموینه کې له فراه څخه د محمود په نوم یوه هلک د ۳۵۹،۱۶ نمرو په اخیستلو سره عمومي اول نمره اعلان شوی دی. له کابل څخه عباس د ۳۵۷ نمرو او عبدالباعث هم د ۳۵۵ نمرو په ترلاسه کولو په ترتیب سره د سږکال کانکور ازموینې دویم او درېیم نمره شوي دي.

عباس د کانکور ازموینې لپاره د خپل چمتووالي او زیار په اړه سلام‌وطندار ته وویل: «د کانکور لپاره مې څه باندې یو کال امادګي نیولې او له خپلې کورنۍ لرې، په یوه ناوړه اقتصادي وضعیت کې مې درس لوسته.»

په همدې حال کې د سږني کانکور درېیم نمره عبدالباعث هم وايي، شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړې وه، څو د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شي. «ډېر زیار مو ووېسته او شپه او ورځ به مې درس لوسته ان ترې دې چې د شپې تر ۱۲ بجو او ۱۳ ساعته درس به مې لوسته، ډېر راضي یم دا چې د خپلې خوښي پوهنځي ته بریالی شوی یم.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ازموینو ملي ادارې مسوولان همدارنګه وايي، د سږکال د کانکور ازموینو پایلو کې هڅه شوې چې کوم ګډونوال بې‌پایلې پاتې نه‌شي او هغو کسانو ته چې د خپلې خوښې وړ څانګې ته نه‌دي بریالي شوي، دویم چانس ورکول کېږي، څو خصوصي پوهنتونونو کې د خپلې خوښې وړ څانګه کې جذب شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام