د خوړو نړیوال پروګرام: ډېری افغان ماشومان وږي ښوونځي ته ځي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې تازه ویلي چې ډېری افغان ماشومان د بې‌وزلۍ او اقتصادي ناورین له امله په وږي نس ښوونځي ته ځي. مجتبی ۱۶ کاله عمر لري او د کابل ښار په یوه دولتي ښوونځي کې د شپږم ټولګي زده‌کوونکی دی. هغه چې له خپلو دوو ورونو سره یوځای ښوونځي ته ځي وايي، پلار یې وزګاره دی او له اقتصادي اړخه یې د ژوند مزه نشته.

له کانکور پاتې نجونې: د کانکور ازموینې د پایلو اعلان ډېرې خپه کړو

د ازموینو ملي ادارې پرون د افغان نجونو له ګډون پرته یوازې د هلکانو د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
د دغو پایلو اعلان د هغو هلکانو لپاره چې بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شوي وو، د خوښۍ وړ وې، خو د هغو نجونو لپاره دردوونکې وې چې کلونه یې لپاره زیار ګاللی او له یو عالم هیلو سره یې ښوونځی پای ته رسولی و.

برخلیک ټاکونکې لوبه؛ افغانستان نن اسیا کپ کې سریلانکا سره لوبه کوي

د ۲۰۲۳ کال د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په یوې برخلیک‌ ټاکونکې لوبه کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن سه‌شنبه د وږي ۱۴مه له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې د پاکستان د لاهور په «قذافي کرېکټ لوبغالي» کې وشي.