Asset 1SWN

سرپل کې د «ښوونکو ښارګوټي» د رغېدو چارې پیل شوې

sar e pul

د سرپل د ښار او کور جوړونې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «ښوونکو ښارګوټي» د جوړېدو عملي چارې پیل شوي دي.

د دوی په وینا، دغه ښارګوټی پر ۱۵۰ جریب ځمکه د دغه ولایت مرکز کې جوړېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرپل د ښار او کور جوړونې رییس محمدنور نوراني سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ښارګوټی په معیاري توګه رغول کېږي او له ټولو اسانتیاوو به برخمن وي. هغه زیاته کړه چې په جوړېدو سره به یې د سرپل یوشمېر ښوونکو ته سرپناه برابره شي.

د نوموړي په وینا، د «ښوونکو ښارګوټي» کې به ۳۰۱ هستوګنیز کورونه، معیاري سړکونه، روغتیايي مرکزونه، لوبغالي، جوماتونه او نورې ودانۍ جوړې شي.

د سرپل د ښار او کور جوړونې رییس محمدنور نوراني وویل: «د دې ښارګوټي سرکونه به ۲۲، ۱۵ او ۱۲ مټره وي او عام‌المنفعه ځایونه به یې ښوونځي، جوماتونه، کلینیکونه، پولیس، وړکتون او شنه سیمه به ولري.»

په همدې حال کې د سرپل یو‌شمېر ښوونکي وايي، یاد ښارګوټی هغو ښوونکو پورې تړاو لري چې څه باندې لس کاله یې د دغه ولایت پوهنې برخه کې دندې کړې دي.

یوه ښوونکي محمداسحاق وویل: «دا به ډېره مرسته وکړي، ځکه ښوونکی چې کوم معاش لري، د ژوند اړتیا پرې پوره کوي او دا به یې سرپناه شي. دا ډېر ګټور دی چې د سرپناه او ځمکې خاوند کېږي.»

د سرپل یوه بل ښوونکي صفي‌الله هم سلام‌وطندار ته وویل، سربېره پر دې چې ښوونکي د سرپناه خاوندان کېږي، د یاد ښارګوټي د جوړېدو چارو پیل او رغېدو وروسته به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

دغه ښوونکي همداراز وايي چې دا مهال د دغه ولایت ۵۰سلنه ښوونکي په کرایه کورونو کې ژوند کوي. په ورته مهال ښوونکي له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې ښوونکو ته دې نور ښارګوټي هم جوړ شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې سرپل کې د «ښوونکو ښارګوټي» د جوړېدو لومړنۍ چارې د مخکیني حکومت پر مهال پیل شوې وې، خو هېواد د سیاسي تحولاتو سره هم‌مهاله ځنډول شوې وې چې اوس بېرته پیل شوې.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام