Asset 1SWN

د غور مرکز «کډوالو ښارګوټي» کې د اوبو کمښت له امله د خلکو شکایت

تصاویر

د غور  په مرکز فیروزکوه ښار کې د «کډوالو ښارګوټي» اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسی له امله شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د وچکالۍ او د ځمکې لاندې د اوبو کچې ټيټېدو له امله یې د اوبو ژورې څاه‌ګانې وچې شوي او اړ دي چې د څښاک پاکې اوبه له لرو ځایونو برابرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

دوی له حکومت غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي. د کډوالو ښارګوټي یوه اوسېدونکي محمدشریف وویل: «د اوبو کمښت سره مخ یو، ټول دې ستونزه کې دي، لس کاله کېږي چې دلته ژوند کوو او ټول د اوبو ستونزې لرو، ځینې وخت له سینده اوبه راوړو.»

په ورته مهال د یاد ښارګوټي یوه بل اوسېدونکي محمدابراهیم هم د اوبو کمښت څخه سرټکوي او له حکومت غواړي چې دغه ستونزې دې حل کړي.

هغه زیاتوي چې هره ورځ د اوبو برابرولو لپاره دوه کیلومټره لرو سیمو ته ځي او په وینا یې، دې برخه کې ټول په ستونزه کې دي.

بل‌خوا د یاد ښارګوټي نور اوسېدونکې هم د څښاک اوبو کمښت څخه شکایت لري او وايي، دې سیمه ته د یوه خصوصي شرکت له لوري په نلونو کې لېږدونکې اوبه هم ورته بسنه نه کوي.

د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکي عبدالکریم سلام‌وطندار ته وویل: «د اوبو له اړخه ستونزه کې یو او اوبه هم په نوبت راځي چې لس تر پنځلس دقیقو پورې وي، ډېرې کمزورې دي. ډېرې ستونزې دي او که څوک مرسته وکړي، ثواب به وګټي، حتا هریرود کې هم اوبه کمې شوي، هلته هم لږ اوبه شته چې خرابې دي.»

د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکي همداراز وايي چې دوی دغه ستونزه څو ځلې د مخکیني او اوسني حکومت چارواکو سره شریکه کړې، خو تراوسه یې په اړه اقدام نه دی شوی.

د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان بیا وايي، هڅه کوي چې دغه ستونزه حل کړي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبېح‌الله غوثي‌زاده وویل چې د ښارګوټي د اوسېدونکو له لوري له اوبو د ناسمې او ډېرې استفادې له کبله دوی له دې ستونزې سره مخ شوي او په وینا یې، له کبله یې ځینې ټولنیزې ستونزې هم رامنځته شوي دي.

هغه وویل: «دا ستونزه د افغانستان په کچه ده او تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي چې یوه لویه ننګونه رامنځته شوې، زموږ ریاست چې څه مسوولیت لري دا موضوع یې له موسسو او حکومت سره شریکه کړې او پلان لرو چې دغه ستونزې حل کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د غور کډوالو ښارګوټي کې څه باندې ۱۰۰۰ کورنۍ ژوند کوي چې ټول یې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام