د واشېر ولسوالي اوسېدونکي: د دې ولسوالي سړک دې ورغول شي

د هلمند د واشېر ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د یادې ولسوالي او مرکز لښکرګاه ښار ترمنځ غځېدلی سړک دې ژر تر ژره ورغول شي.

د دوی په وینا، مرکز لښکرګاه ته غځېدلې لاره کنډ او کپر ده چې د یادې ولسوالي اوسېدونکې یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.