Asset 1SWN

ګرمسېر کې د څښاک اوبو کمښت؛ ګڼ‌شمېر کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي

1683825384556

د هلمند ګرمسېر ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري چې له کبله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یادې ولسوالي د صفار سیمې اوسېدونکی حاجي محمداکبر سلام‌وطندار ته وايي، سیمه کې یې سلګونه کورنۍ مېشتې دي چې د څښاک اوبه نه‌لري او هره ورځ یې ماشومانو له لرو ځایونو اوبه راوړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 هغه همداراز زیاته کړه چې سیمه کې یې شته اوبه د څښاک نه دي چې له کبله یې ګڼ‌شمېر کورنۍ د دغې سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

هغه وویل: «د دې اوبو له کبله مو ماشومانو ته د نس‌ناستي ناروغي پیدا کېږي، ماشومان مو په اوبو پسې لرې ځایونو ته ځي. ډېری ګرمۍ راڅخه وهلي، ډېرې کورنۍ له دې ځایه کډه شوي ځکه دا اوبه نه د انسان نه د حیوان د خوراک دي.»

په همدې حال کې صفار سیمه چې د هلمند د نورو سوداګریزو بازارونو په پرتله د ګټې‌وټې ښه ځای بلل کېږي، خو د څښاک اوبو نشتون، هغه حیاتي ننګونه ده چې خلک یې پر شکایت سربېره له چارواکو د حل غوښتنه هم کوي.

د یادې سیمې اوسېدونکي مطېع‌الله  سلام‌وطندار ته وویل: «لته خوږې اوبه نشته، د دې ځای اوبه تروې اوبه دي او دې تروو اوبو ماشومانو ته د نس‌ناستي ناروغۍ ور پیدا کړي.»

بل‌خوا د ګرمسېر ولسوالي محلي مسوولان په صفار او بینادر سیمو کې د څښاک اوبو نشتون ستونزه تاییدوي، خو وايي چې ولایتي ادارې او یوشمېر مرستندویه بنسټونو څخه یې غوښتنه کړې چې یاده برخه کې د خلکو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

د ګرمسېر ولسوالي ویاند موسی‌کلیم ثاني وویل: «په بنادر او صفار سیمو کې عام ولس دا ستونزه لري، موږ په دې اړه د هلمند ولایتي ادارې او موسساتو سره خبري کړي، خو تر ډېره هیله دا ده چې د اوبو دا ستونزه حل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د تیرو څو کلونو دوامدارې وچکالۍ له امله د هلمند په ګڼ‌شمېر ولسوالیو او سیمو کې خلک د کښت او څښاک لپاره د اوبو کمښت سره مخ دي چې ډېری وختونه يې د شته ستونزو د حل په برخه کې د حکومت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام