فاطمه محمدي چې د فراه ولایت اړوند په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده، ۱۶ کاله کېږي چې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي. فاطمه د اسلامي امارت تر راتګ وروسته او د څو میاشتو معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله اړ شوه چې د خیاطۍ یوه کارخونه جوړه او په فعالیت پیل وکړي.
فاطمه له سهاره تر ماښامه د خیاطۍ په دې کارخونه کې بوخته ده، څو د خپلې کورنۍ لګښت پیدا کړي. هغه وايي، ژوند یې له کړاوه ډک دی او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.
نوموړې زیاتوي چې په هېواد کې روان وضعیت ناهیلې کړې او غوښتل یې له هېواده ووځي، خو د وطن مینې اړ کړه چې په خپله خاوره کې پاتې شي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.
بلخوا فراه ولایت کې ګڼشمېر زده کوونکې هم له زدهکړو او تحصیل څخه ناهیلې شوې او د خیاطۍ دې کارخونې ته يې مراجعه کړې. هغوی وايي، غواړي چې یو بل مسلک هم زده کړي.
د دې کارخونې مسووله ګلالۍ وايي، په دې ولایت کې په ډېرو کمو امکاناتو د هغو ښځو او نجونو لپاره چې زده کړو سره مینه لري، کار کوي. د هغې په خبره، همدا اوس د زدهکوونکو او محصلینو په ګډون ۲۰مېرمنې په دې کارخونه کې په کار بوختې دي.
هغې وویل، «استادان، ان هغه کسان چې پوهنتونونه یې لوستي ټول وزګاره دي. په کور دي او درزيتوب ته یې مخه کړې. ډېرې ستونزې لري. سخت شرایط راغلي. غوښتنه یې کړې او ما یې هم غوښتنه منلې او په سختو شرایطو کې دوی ته زده کړې ورکوم، ځکه ماشین نه لري، اوتو نه لري او نه شي کولای دا توکي واخلي.»
د سلاموطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ
د خیاطۍ د دې کارخونې د مسوولې په وینا، دوی دا کارخونه د شاوخوا ۵۰۰۰۰ افغانیو په لګښت جوړه کړې، څو وکولای شي، د دې ولایت ښځو لپاره د زدهکړې او کار موکې برابره کړي.