د بشري‌حقونو څار بنسټ، د جورج ټاون پوهنتون د ښځو او سولې موسسې او ځینو نورو بنسټونو پرون سپینې ماڼۍ ته یوه وړاندیز کې غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت لغوه کړي.

د دوی په وینا، د ښځو مسله باید اسلامي امارت سره تعامل کې د امریکا له مهمې اجنډا څخه وي، ځکه د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د افغان ښځو او نجونو لپاره وضعیت ترینګلی شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار سلام‌وطندار ته ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غواړي چې د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت پای ته ورسوي.

هغې وویل، د یادې پرېکړې په عملي‌کېدو سره به اسلامي امارت ته وښودل شي چې افغانستان کې یې د ښځو او بشري حقونو پر وړاندې کړنې منفي دي.

د هغې په وینا، تېرو دوو ورځو کې یې داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښيي ټاکل شوې د ملګروملتونو امنیت شورا یو ځل بیا د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت تمدید کړي.

نوموړې وویل: «د بشري حقونو څار بنسټ او نور سازمانونه غواړي چې د اګست میاشتې له ۲۰ تاریخ وړاندې د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت لرې کړل شي. موږ به په دې کار سره وښیو چې د ښځو او بشري حقونو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنې منفي دي.»

هیدر بار د ملګروملتونو پر غړیو هېوادونو نیوکه کوي او وايي، د امریکا په ګډون یاد هېوادونه غواړي چې د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت تمدید شي.

په همدې حال کې د چارو یوشمېر شنونکي سلام‌وطندار ته  ویلي چې د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت پایته رسول د هېواد پر روان وضعیت د پام وړ اغېز نه‌لري.

سیاسي شنونکي عزیز معارج وویل، د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر د بندیز لګولو پر ځای دې ملګري‌ملتونه او نړیواله ټولنه د اسلامي امارت مشران اړ کړي چې د خبرو مېز ته حاضر شي او د افغانستان روان ترینګلي وضعیت ته د حل لاره پیدا کړي.

له دې سره هم‌مهاله یوشمېر نور کارپوهان په دې باور دي چې د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر د بندیز لګول به پر افغانانو منفي اغېز وکړي. دوی وویل،  که د اسلامي امارت د چارواکو پر سفر د بندیز ممنوعیت تمدید نه شي، افغانستان انزوا سره مخ کیږي

سیاسي کارپوه نورشاه‌ نوراني وویل: «که د اسلامي امارت پر چارواکو بندیزونه لګول شي، نه یوازې دا چې فشار به پرې راځي، بلکې پر خلکو به هم اغېز وکړي، ځکه نشي کولای چې نړۍ سره اړیکې ټينګې کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د ملګروملتونو امنیت شورا د روان کال د جوزا میاشتې په ۳۰مه د اسلامي امارت د ۱۳ چارواکو پر سفر د بندیز معافیت د دوو میاشتو لپاره تمدید کړی وو او ټاکل شوې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د دغه تمید وخت پایته ورسیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام