نن د جون ۲۰مه د اسلامي امارت د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت نېټه پای ته ورسېده. د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرامپ ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د سولې خبرو کې د اسلامي امارت د ګډون لپاره د دوی د مشرانو پر سفر لګېدلي بندیزونه لرې کړل.

د دغه معافیت پربنسټ، د اسلامي امارت د ۴۱ مشرانو له ډلې یوازې ۱۴ یې د دوحې د سولې خبرو کې د ګډون حق درلود.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې سره د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هیدر بار سلام‌وطندار ته ویلي، دا چې د سولې خبرو پایله ور نه‌کړه، د اسلامي امارت د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت باید تمدید نه‌شي. هیدربار د ملګروملتونو امنیت شورا څخه هم غوښتي چې دغه معافیت تمدید نه کړي.

نوموړې وویل: «د اسلامي امارت د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت باید نور تمدید نه‌شي. دغه معافیت د سولې خبرو او دغه بهیر پورې اړوند مواردو کې د اسلامي امارت د مشرانو د ګډون لپاره وو، خو دغه پروسه بریا ته ونه رسېده او اوس هم له منځه تللې، نو د معافیت د تمدید لپاره کوم دلیل نشته.»

په ورته مهال د سویډن د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره مارګوت والسټروم پر خپله ټویټرپاڼه لیکي، د اسلامي امارت د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت باید پرته له کوم قید او شرط څخه تمدید نه شي.

هغې ویلي، د اسلامي امارت د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت سربېره، افغان ښځې او نجونې په سختۍ له کورونو څخه بهر کېږي.

نوموړې زیاته کړه: «د اسلامي امارت د مشرانو سفر په اړه د ملګروملتونو بندیز، د ځینو لپاره معافیت لري. داسې حال کې چې افغان ښځې په سختۍ کولای شي، خپل کورونو څخه ووځي. پر سفر د بندیز معافیت باید پرته له شرط او قید څخه تمدید نه شي.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي، هیله لري چې د دوی د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت په برخه کې کومه ستونزه رامنځته نه‌شي. هغه د دغه معافیت د نه‌تمدید ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

د اسلامي امارت د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت تمدید یا دوام له هېواده بهر ګڼ غبرګونونه راپورته کړې دي.

له دې ډلې خېبرپښتونخوا کې سیاستوال افراسیاب خټک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اسلامي امارت افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په زندان بدل کړی او له همدې امله اسلامي امارت د کوم امتیاز اخیستو حق نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې امریکايي چارواکو د اسلامي امارت د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت لګولو په تړاو څه نه دي ویلي. د راپورونو پربنسټ، د ولسمشر جوبایډن کابینه به راتلونکو ورځو کې په دې اړه ناسته جوړه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام