Asset 1SWN

سلام وطندار

مولوي عبدالحمید ا.ا ته: نجونو ته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړئ

مولوی-عبدالحمید-pzmoxjgn9jofoql1n8s247dzyljgvpb538seekg0p4

د ایران مشهور دیني عالم مولوي عبدالحمید له اسلامي امارت غوښتي چې افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

مولوي عبدالحمید چې په زیاته کچه پلویان لري، پرون یې د جمعې په خطبه کې په ټينګار سره ویلي، زده‌کړې نارینه او ښځینه نه پېژني او پر ښځینه‌وو زده‌کړه د اسلام د ټولو دیني عالمانو غوښتنه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د افغانستان له مشرانو غوښتنه کوم چې پوهنتونونو کې د نجونو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړي. علم ښځه او نر نه پېژني، دا غوښتنه د لوېدیځ او امریکا نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ غوښتنه ده.»

د هېواد په ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیز له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی چې د نړۍ ګڼ‌‌شمېر هېوادونو او سازمانونو له اسلامي امارت غوښتي، څو پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

د افغانستان د بشر حقونو د لغوه شوي کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر وايي، د اسلامي امارت دغه پرېکړه به د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته او د دواړو لوریو په زیان به وي.

شهرزاد اکبر وویل: «د نړۍ او دیني عالمانو او څېرو له‌خوا د دې پرېکړې غندل به اغېزه ولري او که یادې پرېکړې باندې بیاکتنه ونه‌شي، د اسلامي امارت پر وړاندې به ملي او نړیوال فشارونه زیات شي.»

بل‌خوا د سیاسي چارو کارپوه او اسلامي امارت ته نږدې څېره ذکرالله هاشمي وايي، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه، بهرني فشارونه هېڅکله اغېزناک نه تمامېږي او په وینا یې، څوک دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

 نوموړي وویل: «په کورنیو چارو کې به نړیوال فشارونه چندان اغېزه ونه لري او لویه ستونزه دا ده چې حکومت کار کولو ته نه پرېږدي. په پوهنتونونو او ښوونځيو کې ښوونیز نصاب وروسته له دې چې شریعت سره برابر شي، ښوونیز او تحصلي بنسټونه به بېرته پرانېستل شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوړو زده‌کړو وزارت د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ په یوه مکتوب کې د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډولې چې دغه پرېکړه له پراخونو غبرګونونو سره مخ شوه. خو اسلامي امارت تراوسه دغو غبرګونونو ته کوم جدي غبرګون نه دی ښودلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام