Asset 1SWN

سلام وطندار

د نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ ایران: د اسلامي امارت دې پرېکړې ته خواشیني یوو

157264450

له هغه وروسته چې اسلامي امارت د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې، د افغانانو ترڅنګ، د سیمې او نړۍ هېوادونو د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګونونه وښودل.

تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني هم ویلي چې د اسلامي امارت دې پرېکړې خواشیني کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه هیله‌مندي ښودلې چې اسلامي امارت به ډېر ژر د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې خنډونه لرې او په ټولو برخو کې به یې لپاره د زده‌‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي، څو ښځې «وکولای شي چې د زده‌کړو او پوهې د حق ترلاسه کولو ترڅنګ، د افغانستان په پرمختګ او ځلېدو کې اغېزناک رول ولوبوي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمانونو، امریکا، اروپايي ټولنې، سعودي عربستان، ترکیې، انګلستان، کاناډا، اسټرالیا، فرانسې، المان، اېټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سویس او پاکستان د اسلامي امارت د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګونونه ښودلي دي.

دغو سازمانونو او هېوادونو زده‌کړې د افغان نجونو اسلامي او قانوني حق بللی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت باید ژرترژره د هغوی لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

بله‌خوا د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم بېګاه له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې ځینې څانګې د افغانستان له کلتور او اسلامي اصولو سره په ټکر کې وې.

هغه زیاته کړې چې د نجونو لیلیې او له محرم پرته له یوه ولایت نه بل ته د نجونو تګ‌راتګ او هلته یې اوسېدل، د محصلانو له لوري د حجاب په پام کې نه نیول، د هلکانو او نجونو یوځای زده‌کړې د دې لامل شوي چې دوی د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسلامي امارت درې ورځې وړاندې په یوه مکتوب کې له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه غوښتي وو چې تر بل امر پورې په ټول هېواد کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی او باید دا پرېکړه عملي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام