Asset 1SWN

د تخار اوسېدونکي د ای‌خانم ښارګوټي د تاریخي اثارو د ساتنې غوښتنه کوي

Screenshot_۲۰۲۲۱۱۱۲-۱۲۱۳۰۷_Facebook

د ای‌خانم تاریخي ښارګوټی چې د تخار په دشت قلعه ولسوالي کې موقیعت لري، د حکومتونو د نه پاملرنې له امله اوس په یوې کنډواله بدل شوی دی.

د یادې سیمې اوسېدونکي د اسلامي امارت له حکومت غواړي چې دغه تاریخي ښارګوټي کې د زورواکو د ناقانوني کیندنو مخه ونیسي او د بیارغونې لپاره یې اقدام وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تخار اوسېدونکي اسدالله زمري وویل: «د کورنیو جګړو پر مهال او له هغه وروسته دغه سیمې د زوراکو له‌خوا وکیندل شوې، د ای‌خانم تاریخي اثار بهرنیو هېوادو ته قاچاق شول او پیسې یې د مافیا جېبونو ته لاړې. اوس هم ښار او ولسوالیو کې د دغه سیمې ځینې تاریخي ډبرې د زورواکو له‌خوا ساتل کېږي.»

د دشت‌قلعه ولسوالي اوسېدونکي همداراز حکومت څخه د یاد تاریخي ښارګوټي د بیارغونې او ساتنې غوښتنه کوي.

د دشت‌قلعه ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالکریم سلام‌وطندار ته وویل چې ای‌خانم ښارګوټی د افغانستان له تورېسټي سیمو څخه ګڼل کېږي او حکومت یې باید د بیارغونې غم وخوري.

په همدې حال کې د تخار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولان دغه ولایت کې د تاریخي آثارو ساتنې لپاره د یوه ځانګړي ځای د جوړېدو او تاریخي توکو د راټولېدو خبر ورکوي.

د تخار د اطلاعات او فرهنګ رییس عین‌الدین مطمین سلام‌وطندار ته وویل: «اسلامي امارت ژمن دی چې تاریخي او لرغونې سیمې بېرته ورغوي او کورنیي او بهرنیي سیلانیان ورته رامات کړي.»

تخار نږدې ۲۰ تاریخي او لرغونې سیمې لري چې د حکومتونو د نه پاملرنې له کبله یې یو‌شمېر زیاتې له‌ منځه تللي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

همداراز په دغه ولایت کې د زوراکو له لوري ناقانوني او خپل‌سرې کیندنې او بهر ته د تاریخي اثارو قاچاق هغه څه دي چې له امله یې د تخار تاریخي سیمې تر ډېره زیانمنې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام