Asset 1SWN

جوزجان کې د کانونو ریاست عواید لوړ شوي

شبرغان_جوزجان-q28kz7mzk2pp47615bdcgrc0mm2il63zrlm073tfns

د جوزجان د کانونو ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د جوزجان د کانونو رییس ابوالفضل احمدي سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ریاست د کانونو د قراردادونو له لارې په تېرو پنځو میاشتو کې څه باندې درې میلیونه او ۵۶۴ زره افغانۍ عواید ټول کړي چې د تېر کال په پرتله درې سلنه ډېروالی ښيي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د تېر کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د دغه ریاست عواید دوه میلیونه او ۲۳۴زره افغانۍ وو.

د جوزجان د کانونو رییس ابوالفضل احمدي زیاته کړه چې دغه ولایت کې یې په خپل‌سري توګه د کانونو د استخراج مخه نیولې او د یوې ځانګړې تګ‌لارې سره سم یې کانونه اړوند قراردادي شرکتونه وکړي او استخراجېږي.

بل‌خوا دغه ولایت کې یو‌شمېر پانګه‌وال د دوی لپاره رامنځته شوې اسانتیاوې او د امنیت ټينګښت ستايي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جوزجان د کانونو ریاست د مسوولانو په وینا، دغه عواید یې د رېګ‌دریايي، خاک‌ګج، یتیم تاغ، د دیب‌قلعه کان او د کلفت کان څخه ترلاسه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام