باختر خبري اژانس ویلي چې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د پکتیکا ګیان ولسوالي کې زلزله شوې چې له امله یې پنځه کسان مړه او له ۱۱ زیات ټپیان شوې دي.

باختر خبري اژانس په خپور کړي راپور کې ویلي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي مرګ‌ژوبله ډېره وي. تراوسه په پکتیکا کې د شوې تازه زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ پکتیکا، خوست، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې مرګونې زلزله شوه. د دغې زلزلې شدت ۶.۱ درجه ښودل شوی چې مرکز یې خوست ولایت وه  او ژورتیا یې د ځمکې په ۱۰ کیلومټرۍ کې وه.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په یاده زلزله کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او له ۱۵۰۰ ډېر ټپیان شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دغې زلزلې وروسته د سیمې او نړۍ یو‌شمېر هېوادونو زلزله ځپلو ته بشري مرستې پیل کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام