پرون سهار یوې زورورې زلزلې د هېواد سوېل ختیځ ولایتونه ولړزول چې له امله یې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوې دي. په دې زلزله کې سلګونه کورونه ویجاړ شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د پکتیکا محلي مسوولان وایي چې دوه زره زلزله ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدامين حذیفه وايي، که څه هم زلزله ځپلو سيمو ته د يو شمېر کورنيو او نړيوالو موسسو مرستې رسېدلې دي، خو دا مرستې بسنه نه دي.

د هغه په ​​وينا، د خلکو کورونه ويجاړ شوي او د سرپناه او لومړنيو خوراکي او غير خوراکي توکو ته سخته اړتيا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د پکتيکا د ګيان ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د تېرې ورځې په زلزله کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او د کورنۍ يوشمېر نور غړي یې ټپيان شوي دي.

هغوی وایي چې تراوسه یې له دولت او مرستندویه موسسو څخه هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې. د ګيان ولسوالي اوسېدونکوسلام‌وطندار ته وويل چې ښځې او ماشومان يې د سرپناه نشتوالي له امله شپه او ورځ تر ونو لاندې تېروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د خوست د سپېرې ولسوالي اوسېدونکي هم وايي چې تراوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او خلک سرپناه اوبېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.

دوی ټینګار کوي، که ژر تر ژره زیانمنو سیمو ته خیمې او خوراکي توکي ونه رسېږي، ښايي ماشومان د لوږې له امله مړه شي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بشيراحمد عثماني هم مني چې زيانمنو سيمو ته پوره مرستې نه دي رسېدلي. خو دى وايي چې نن به لومړنۍ مرستې دغو سيمو ته ورسېږي.

د يادونې وړ ده چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له مرګونې زلزلې وروسته چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اړولي، په يو شمېر ولايتونو کې د مرستو رسولو کمپاينونه پيل شوي او يو شمېر هېوادونو هم د مرستو او د مرستو د لېږلو لړۍ پيل کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام