که څه هم نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته هم له افغانانو سره خپلې بشري مرستې نه یوازې کمې کړې نه دي، بلکې نورې هم زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) پرون پر ټویټر لیکلي چې د ژمي په را رسېدو سره به هم افغانستان سره د مرستو لړۍ ته دوام ورکړي، خو یوشمېر کابل ښاریان بیا شکایت کوي چې د دوی په نوم راغلې مرستې، اړمنو کورنیو ته نه رسېږي.

د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېر یونیم کال راهیسې ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې ناحیې د قلعه زمان‌خان سیمې اوسېدونکی محمدناصر وايي، تېره اوونۍ یې په سیمه کې داسې خلکو مرستې ترلاسه کړي چې ژوند یې ښه دی او اړتیا یې ورته نه لرله، خو په خبره یې، اړمنې کورنۍ پر ځای پاتې دي.

د دې ناحیې یو بل اوسېدونکی محمدکریم وايي، سره له دې چې د درې‌میاشتنیو مرستو کارتونه ورکړل شوي وو، خو په وینا یې، ځینو یوه او ځینو د دوو میاشتو مرستې اخیستي او کارتونه بېرته ترې ټول شوي دي.

خو د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې مسوولان وايي چې د مرستو وېش د ګذر وکیلانو او د سیمې خلکو د جوړجاړي له مخې کېږي او دا پروسه په ډېری سیمو کې د پچه‌اچونې پر بنسټ لا هم دوام لري.

د سلام‌طندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شپاړلسمې ناحیې رییس محمدعارف کمالي سلام‌وطندار ته وویل، که څوک د مرستو د وېش په اړه شکایت لري، اړیکه دې ورسره ونیسي. هغه وايي، ډېر کله دا ډول ستونزې د اړوندو موسسو د کارکوونکو له لوري جوړېږي.

که څه هم له څه‌ باندې یوه کال راهیسې افغانستان سره بې‌سارې بشري مرستې وشوې، خو د خلکو او کارپوهانو په باور، د بې‌وزلي به له منځه وړلو کې ځکه اغېزناکې نه تمامېږي چې د وېش لپاره یې منظم میکانیزم نشته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام