Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام: ډېری افغان ماشومان وږي ښوونځي ته ځي

students-1222-qbydr6esl4y8ankn5id99hxcz92x91cn83o6uu4q6g

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې تازه ویلي چې ډېری افغان ماشومان د بې‌وزلۍ او اقتصادي ناورین له امله په وږي نس ښوونځي ته ځي. مجتبی ۱۶ کاله عمر لري او د کابل ښار په یوه دولتي ښوونځي کې د شپږم ټولګي زده‌کوونکی دی. هغه چې له خپلو دوو ورونو سره یوځای ښوونځي ته ځي وايي، پلار یې وزګاره دی او له اقتصادي اړخه یې د ژوند مزه نشته.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «غریبان یوو، پیسې نه لرو، د خوراک ډوډۍ نه لرو. همدا لامل دی چې ډېر کله وږي ښوونځي ته ځم، هم زه او هم مې ورونه او له همدې کبله راباندې فشار راځي. سر مو درد کوي او بې‌سکه کېږو؛ ځکه وږي یوو او درس هم نه‌شوو زده کولای. مخکې داسې نه و.»

کابل ښار کې دوه نور زده‌کوونکي خدیجه او قیوم هم ورته کیسې لري. خدیجه وايي: «داسې ورځې راغلي چې ښوونځي ته وږې راغلې یم او کله چې وږې واوسې، خوب دې وړي یا دې هر څه ته زړه کېږي. دا ډېره سخته ده چې په وږي نس درس زده‌ کړې. مخکې به مې مور پیسې راکولې چې دباندې خوراکي توکي وپېرو، اوس یې چې ترې غواړو، وايي بچیه نه یې لرم.»

قیوم هم وايي: «په لوږه ښوونځي ته تلل سخت دي؛ خو څه وکړو؟ پلار مې پیسې نه لري چې موږ ته یې راکړي، څو موږ د ښوونځي پر لاره یوه وچه ډوډۍ یا خوراکي توکي واخلو؛ ځکه پیسې نشته. زموږ د کورنۍ اقتصادي وضعیت خراب شوی. زه خپله فکر کوم چې باید کار ومومم او له پلار سره مې همکاري وکړم.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د کابل د قوای مرکز اوسېدونکی قنداغا هم وايي، ډېر کله چې ګټه ونه کړي، ماشومان یې په لوږه ښوونځي ته ځي. هغه زیاتوي: «هره ورځ چې زه کار ته راځم، ماشومان مې ښوونځي ته ځي. که کور کې وچه ډوډۍ وه، په بکس کې یې ورته ږدو، که نه وه، وږي ځي. ډېر کله وږي ځي؛ ځکه زه د ورځې ۱۵۰ افغانۍ ګټم. په دغو پیسو د کور کرایه ورکړم، د برښنا یا د ژوند نور لګښتونه پوره کړم.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې ویلي چې په وږي نس زده‌کړه سخته ده او دوی هره ورځ سهار د لومړنیو ټولګیو ۷۰۰ زره نجونو او هلکانو ته بيسکېټ ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام