د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره «یونېسف» وايي چې افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره د «تیارو شویو خوړو» د برابرولو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
یونېسف پرون پنجشنبه د غويي ۲۱مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د روغتیايي امکاناتو د زېرمې لپاره پراختیايي بودیجه نهلري او امکان شته چې افغانستان کې زرګونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان کې د خوارځواکۍ د څانګې رییس مالاني ګالوین ویلي: «موږ دې برخه کې د بودیجې له کمښت سره مخ یوو او د تیارو شویو خوړو «RUTF» د پېرلو توان نهلرو، څو په ۲۰۲۳ کال کې چې ۸۷۵زره افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي، درملنه یې وکړو.»
دا په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي چې افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د وېش لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
یاد بنسټ افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د وېش لپاره پر وخت او د کافي بودیجې غوښتنه کړې ده.