Asset 1SWN

سږ کال ۳،۳ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

خوارځواکۍ

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه ۳،۳ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. په دې ډله کې، یو میلیون او ۱۰۰ زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ او دوه میلیونه او ۲۰۰ زره نور هم د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د اندراګاندي روغتون ډاکټرانو هم سلام‌وطندار ته ویلي چې سږ کال د تېرو هغو په پرتله دغه روغتون ته د هغو ماشومانو شمېر زیات شوی چې پر خوارځواکۍ اخته دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په اندارګاندي روغتون کې د خوارځواکۍ څانګې متخصص عطاالله دوست وايي: «د ورځې له ۱۰ تر ۱۵ ناروغان چې پر خوارځواکۍ اخته دي، دغه روغتون ته راوړل کېږي. د شاوخوا ۱۰ سلنه وضعیت نازک وي. دا ناروغي د یوه او دوو کلونو مخکې په پرتله ډېره شوې ده. په تېرو میاشتو کې له شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ ناروغان ور وړل شوي دي.»

په همدې حال کې د دې څانګې یو بل ډاکټر احمدخالد بیا ټینګار کوي چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره باید د ماشومانو کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

هغه زیاتوي: «د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره باید د امکان تر بریده کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړل شي. لکه موږ لرو چې په لومړنیو شپږو میاشتو کې باید ماشوم ته یوازې د مور شیدې ورکړل شي او که نور خواړه ورکړل شي، بیا د مور شیدې نه خوري. په نورو شپږو میاشتو کې باید د مور شیدو ترڅنګ، نور پروټین لرونکي خواړه ماشوم ته ورکړل شي. که ووایو ۷۰ سلنه افغانان، په تېره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي، تېروتي نه یوو»

زېبا هغه مور ده چې شپږمیاشتنی ماشوم یې پر خوارځواکۍ اخته دی او د درملنې په موخه یې له لوګر نه کابل ته راوستی دی. نوموړې وايي: «یوه میاشت کېږي چې ماشوم مې ناروغ دی. ډېرو خصوصي روغتونونو او ډاکټرانو ته ورغلو، ګټه یې ونه کړه. بیا یې دا ځای را وښود، دلته ډاکټر وویل چې پر خوارځواکۍ اخته دی.»

بله‌خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل سلام‌وطندار ته ویلي: «د کال له پیل نه تر اوسه پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې او ورسره د مرستې لپاره ۲۰۰۰ روغتیايي مرکزونه شته. زموږ د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه مو د ۴۷۰۰۰ ماشومانو چې پر سختې خوارځواکۍ اخته وو، خدمت کړی دی.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام څه موده مخکې ویلي و چې په روان زېږدیز کال کې به ۸۵۰ زره افغان ماشومان پر سختې خوارځواکۍ او دوه میلیونه او ۳۰۰ زره نور هم د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ اخته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام