یوه میاشت کې درې متقاعدين د بې‌وزلۍ له امله مړه شوي

د تقاعد شویو د ملي ورځې رارسېدو سره هم‌مهاله، یوشمېر تقاعد شوي پولیس د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله شکایت کوي.

دوی وویل، د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو یې لاهم د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي او بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

سږ کال ۳،۳ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه ۳،۳ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. په دې ډله کې، یو میلیون او ۱۰۰ زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ او دوه میلیونه او ۲۰۰ زره نور هم د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

مالیې وزارت مالیاتي جریمې معاف کړې

د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخند‌زاده د «مهربانۍ» پر بنسټ یې د ټولو مالیه ورکوونکو اضافي مالياتي جریمې بښلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان، المان او سویس ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ پاکستان، المان او سویس ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د جنورۍ ۲۹مې نېټې څخه پیل شوی او د فبرورۍ تر څلورمې به دوام ولري.

سوېلي افریقا دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم انګلستان مات کړ

د انګلستان او سوېلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې یا «سوپرلیګ» سیالیو په لړ کې سوېلي افریقا په دوو پرله‌پسې لوبو کې انګلستان ته ماته ورکړه.

سوېلي افریقا لوبډلې بېګانۍ لوبه کې د ټېمبا بافووما د سلیزې پر مټ انګلستان ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.