د تقاعد شویو د ملي ورځې رارسېدو سره هممهاله، یوشمېر تقاعد شوي پولیس د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله شکایت کوي.
دوی وویل، د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو یې لاهم د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي او بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تقاعد شویو پولیسو شورا مسوولانو یوې غونډې ته وویل، د بېوزلۍ او رواني ستونزو په دلیل تېره یوه میاشت کې ۳ تقاعد شویو پولیسو ژوند بایللی دی.
د یادې شورا مشر شکرالله امانزوی وايي، د یوه تقاعد شوي د کورنۍ یو غړی هم د درملنې پیسو نه درلودو په دلیل مړ شوی دی.
نوموړي وویل: «تېره یوه میاشت کې درېوو تقاعد شویو پولیسو د اقتصادي ستونزو او رواني ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه تقاعد شوي بیا خپل لمسی د درملنې د توان نه لرلو له کبله له لاسه ورکړی دی. اسلامي امارت څخه غواړ چې د تقاعد شویو حقوق ورکړي.»
لال محمد مجبور چې خپله دفاع وزارت څخه تقاعد شوی وايي، ورور یې ډګروال محمدرسول بشدوال چې کورنیو چارو وزارت څخه یې تقاعد اخیستی او د څلور کسیزې کورنۍ سرپرست وو، د روان ژمي لومړیو ورځو کې یې د بېوزلۍ له امله ژوند بایللی دی.
هغه وویل: «ورور مې محمد رسول بشدوال چې ۱۳۹۷ کال کې د کورنیو چارو وزارت څخه تقاعد اخیستی وو او د څلور کسیزې کورنۍ مسوولیت یې درلود، د روان ژمي لومړیو شپو او ورځو کې د بېوزلۍ په دلیل مړ شو.»
بل تقاعد شوی عبدالهادي عطايي بیا وايي، د ۹ کسیزې کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده، خو دامهال خپل کور کې د خوړلو لپاره وچۍ ډوډۍ او د کور ګرمولو وسایل نهلري.
نوموړي وویل: «۱۴۰۰ کال تقاعد شوی یم او تراوسه مې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي، هرې ادارې ته ورغلم، پایله یې ورنه کړه، که یوه ورځ بخارۍ ګرمه وي، بله ورځ نه وي، که یوه ورځ لرګي وي، بله ورځ نه وي.»
دې ټولو سربېره، د مالیې وزارت مسوولانو څه موده وړاندې ویلي وو چې د اسلامي امارت مشر له لوري تقاعد شویو ته د حقونو ورکولو طرحې تاییدۍ ته په تمه دي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د شمېرو له مخې، د مېرمنو په شمول دامهال ټول هېواد کې شاوخوا ۱۴۹ زره تقاعد شوي شتون لري، چې میاشتې کیږي د تقاعد حقوق یې نه دي ترلاسه کړي.