Asset 1SWN

سوړ ژمی او تش لاسونه؛ متقاعدین: د ځان د درملنې وس نه‌لرو

17b68542-7e20-4678-9c20-c1a6b544c186

عبدالله جمیل چې حکومت کې له کلونو خدمت کولو وروسته څلور کاله مخکې تقاعد شوی، وايي چې له مغزي سکتې وروسته یې د سترګو دید له لاسه ورکړی او اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل، هره ورځ په دې هیله تېروي چې خپل حقوق به ترلاسه کړي، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوي پوره کړي، خو دا هیله یې تراوسه نه ده پوره شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عبدالله جمیل زیاتوي چې متقاعدین سختو ستونزو کې ایسار دي او روان ساړه ژمي کې سختې ورځې او شپې سبا کوي.

عبدالله جمیل سلام وطندار ته وویل: «ناروغ شوم او مغزي سکته مې وکړه، درېیم کال دی چې د ناروغۍ پر بستر پروت یم. تقاعد مو نه دی اخیستی. متقاعدین ډېرې ستونزې لري، روان ژمی سخت روان دی. یو‌شمېر متقاعدین زما په شان ناروغان چې ښځې هم په‌کې شاملې دي. همدا اوس مې سترګې دید له لاسه ورکړی او پیسې نه‌لرم چې درملنه یې وکړم.»

تېرو دوو کلونو کې متقاعدینو څو ځله د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د تقاعد ریاست ته مراجعه کړې، خو هر ځل تش لاس خپل کور ته ستانه شوي دي.

عبدالفتاح چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او د جمهوري نظام وروستیو میاشتو کې تقاعد شوی، تېرو دوو کلونو کې وزګارتیا او بې‌وزلۍ څخه شکایت کوي.

په ورته وخت کې هېواد کې معلولان هم هغو اړمنو څخه دي چې د ژوند د دوام لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.

د پکتیا اوسېدونکی مسیح‌الله چې ۹ کاله وړاندې د جګړو پرمهال یې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي وايي، سره له دې چې پلار او خور یې هم معلوله ده، خو تېر څه باندې یو کال کې یې د حکومت له‌خوا هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

کله چې مسیح‌الله او نور معلولان د حکومت له‌خوا د لاسنیوي هیله له لاسه ورکوي، د معلولانو د حق غوښتنې لپاره یوه شورا جوړوي، خو بیا هم تراوسه هېڅ کوم بنسټ د دوی اړتیاوو ته رسېدنه نه ده کړې.

د دوی په وینا، یوشمېر معلولان چې کله هم ډېرو ستونزو سره مخ شي، د یو څو افغانیو ترلاسه کولو لپاره خپل ویلچر پلوري.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت حکومت کې معلولان ناوړه شرایطو کې ژوند کوي. څو ورځې وړاندې یوه معلول حتا خپل ویلچر بازار ته د پلور لپاره راوړی و. معلولان ډېر خراب وضعیت کې ژوند کوي.»

مسیح‌الله چې د کمپیوټر ساینس برخه کې یې د لیسانس تر کچې زده‌کړې کړي، وايي، معلولان هم ظرفیتونه لري چې باید ورته د کار زمینه برابره شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې معلولان ته د امتیاز ورکولو بهیر تر دې وړاندې د حکومت له‌خوا پیل شوی وو، خو د معلولانو په خبره، هغه معلولان چې لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي، ترواسه څه نه دي ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام