کابل کې یوشمېر متقاعدین وایي، روان کال یې د تقاعد حقوق نهدي ورکړل شوي چې له امله یې ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دوی وویل، په وار وار یې د تقاعد ریاست ته مراجعه کړې، خو مسوولان یې په بېلابېلو پلمو حقوق ځنډوي. د دوی په وینا، ژمی دی، هواه سړه ده او سره له دې چې ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو څوک یې غږ نهاوري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی سلاموطندار ته وویل چې تېرو کلونو کې به یې د تقاعد پر پیسو د ژمي لپاره د سوند او نور اړین توکي اخیستل، خو سږکال یې د تقاعد ریاست په یوه او بله پلمه د حقوقو اجرا کولو پروسه ځنډوي.
د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل سره له دې چې مشخص وخت کې د تقاعد د اجرا کېدو او نورو پوښتنو په اړه ځواب نه وایي، خو زیاتوي چې د تقاعد سیستم کې لهپخوا څخه د فساد او تخنیکي ستونزو له امله ډېرو کسانو په ناقانونه توګه د تقاعد حقوق ترلاسه کول چې د دغو ستونزو د حل لپاره کار دوام لري او وروسته به د متقاعدینو حقوق اجرا شي.
نوموړي سلاموطندار ته وویل، «سیستم کې ستونزې ډېرې وې. یو خو سیستم نه فعاله کېده، کله چې بیا فعاله شو، نو مونږ داسې ډېر شواهد درلودل چې ځینو کسانو ان په یوه کال کې ۳ځله تقاعد اخیستی و. نو اوس په دې کار شروع شوی چې دا تخنیکي ستونزې حل شي، او تقاعد به ورکول کېږي.»
د دولت تقاعد شوي مامورین چې کلونه یې حکومت کې کار کړی او د دوی د تنخوا پنځه سلنه به هره میاشت د تقاعد پر نوم وضع کېده، خو اوس د ځینو ستونزو له کبله نهشي کولای خپل دا حق ترلاسه کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې د مخیکني حکومت پرمهال هم د تقاعد ریاست کې د ستونزو او د فساد په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو.