په بادغیس کې یوشمېر زده‌کوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي وايي، د ښوونځیو له بیا پرانېستل کېدو راهیسې د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو حضور کمرنګه دی.

دوی په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د کمرنګه حضور لامل په درسي ټولګیو کې د ډېری ښوونکو نه حضور، له هېواده د زده‌کوونکو تېښته او د ماشومانو له ښوونې او روزنې څخه د کورنیو زړه‌توري کېدل بولي.

د بادغیس په حنظله لېسه کې د نهم ټولګي زده‌کوونکی محمود وايي چې د ټولګيوالو شمېر یې ۵۰ ته رسېږي، خو اوس پنځه هم زده‌کړو ته نه حاضرېږي. د نوموړي په وینا، ښوونکي هم نه ورځي او هیله لري چې دا وضعیت بدلون ومومي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې لیسې د دولسم ټولګي زده‌کوونکی حامدشاه همدرد هم وايي چې د شاوخوا ۴۰ ټولګیوالو له ډلې یې له ۱۰ تر ۱۲ هغه ورځي او په خبره یې، ډېری زده‌کوونکي بهر ته تللي دي.

په بادغیس کې د زد‌ه‌کوونکو یوشمېر کورنۍ هم په دغه ولایت کې د ښوونې او روزنې د ناسم وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، بچیان یې په بېلابېلو دلایلو له ښوونې او روزنې سره مینه نه ‌لري.

د یوه زده‌کوونکي د کورنۍ غړی عبدالشکور علي‌زاده وايي، زده‌کوونکي د زده‌کړو ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښمن دي او فکر کوي چې زده‌کړې یې نورې د ژوند ستونزې نه شي حل کولای.

د هغه په خبره، هغوی چې زده‌کړې کړي، وزګاره ګرځي او همدا لامل دی چې زده‌کوونکي ترې زړه‌توري شوي دي. علي‌زاده زیاتوي، طالبان هم زده‌کوونکي او د هغوی کورنۍ نه هڅوي، څو دغه بهیر روان واوسي او په خبره یې، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر خپله وايي، له هغو کسانو هېڅ نه جوړېږي چې په تېرو شلو کلونو کې یې زده‌کړې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د بادغیس د پوهنې رییس محب‌الله احسان د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د کمرنګه ګډون لامل په هېواد کې وروستي بدلونونه بولي او وايي، هڅه کوي چې د قلعه‌نو ښار د اوسېدونکو په همکارۍ په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو حضور زیات کړي.

د بادغیس په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو کمرنګه حضور په اړه اندېښنې داسې مهال را پورته کېږي چې هېواد کې د ښوونځیو د بیا پیل څه باندې دوه میاشتې تېرېږي، خو سره له دې چې په ښوونځیو کې د هلکانو زده‌کوونکو ګډون کمرنګه دی، د بادغیس ترڅنګ، په ډېری ولایتونو کې له شپږم ټولګي نه د پورته ټولګيو نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام