یوشمېر کابل ښاریان د هېواد په بازارونو کې ورځ تر بلې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي څخه اندېښنه ښيي.

دوی وايي، په داسې حال کې چې خلک له بې‌وزلۍ او وزګارتیا سره مخ دي، د لومړنیو توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي او نشي کولای چې خپلو کورنیو ته کافي خواړه برابر کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې بي بي غوټۍ وایي، خاوند یې فلج دی او په کرايي کور کې ژوند کوي چې د توکو د بیو له لوړېدو سره یې ژوند خورا ستونزمن شوی دی.

بل لور ته بیا په کابل ښار کې د لومړنیو توکو پلورونکي وایي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په بازارونو کې د ټولو لومړنیو توکو بیې په بې‌سارې توګه لوړې شوي دي.

د دوی په وینا، یوه میاشت وړاندې د یوې بورۍ اوړو بیه ۲۴۰۰ افغانۍ وه چې اوس یې بیه ۲۸۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده. همداراز د غوړیو بیه له ۲۸۰۰ څخه ۳۱۰۰ ته ختلې او د وریجو بیه بیا له ۲۷۰۰ افغانیو ۳۲۰۰ افغانۍ ته لوړې شوې دي.

د اقتصادي چارو شنونکي د روسیې او اوکراین جګړه د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیې د لوړېدو اصلي لامل بولي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان‌جان الکوزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د پیسو لېږد کې ستونزې هغه لاملونه دي چې په هېواد کې یې د لومړنیو توکو بیې لوړې کړې دي.

بل‌خوا د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بیا خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو خبر ورکوي. نوموړي وايي چې د کرنې سکټور کې د لویو اقتصادي پروژو په پلي کولو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او هېواد ته به د وارداتي کرنیزو توکو مخه هم ونیول شي.

د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو د لوړوالي په تړاو مو د کابل ښاروالي د مسوولانو د نظر اخیستلو هڅه وکړه، خو بریالي نه‌شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې په داسې حال کې لوړې شوي چې خلک له بې‌وزلي او وزګارتیا سره مخ دي او د یوه وخت خوړو د برابرولو توان نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام