د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو په لوړېدو سره په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې دي.

د پلازمېنې د اوسېدونکو په وینا، که څه هم ګڼ‌شمېر خلک بې‌وزله دي او د لومړنیو خوراکي توکو د پېر وس نه لري، خو د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکي له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره دې د کارنده کړنلارو پرمټ اقتصاد مدیریت کړي او د یوه حاکم نظام په توګه دې د خوراکي توکو د کنټرول په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

دوی زیاتوي چې د ژمي په رارسېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو سربېره د سوند توکو بیې هم لوړې شوي چې ګڼ‌شمېر خلک یې اندېښمن کړي دي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وايي چې د اړوند ادارو له لوري د خوراکي توکو کنټرول ته پام شوی او د سرغړونې په صورت کې به له هټۍ‌والو سره قانوني چلن کېږي.

نوموړی له خلکو غواړي، هغه هټۍ‌وال چې توکي په لوړه بیه خرڅوي، د ښاروالۍ له لوري له خپورو شویو شمېرو سره دې اړیکه ټينګه کړي، څو اړوند چارواکي ورته رسېدنه وکړي. هغه وايي چې په ټول هېواد کې د توکو بیې کنټرولېږي او هیله‌مندي ښيي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ټولو توکو بیې کنټرول شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړېدو سره هم‌مهاله د غوړیو او اووړو بیې څه باندې ۳۵۰۰ افغانیو ته لوړې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام