په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله د یوشمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د نیمروز ولایت تولیدي کار خونې هم د خامو موادو د نهشتون، بانکي او نورو ستونزو له امله یې فعالیتونه په ټپه درېدلي او پانګوالو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.
په نیمروز ولایت کې د «ارد سیستان» شرکت مسوول عبدالستار سلاموطندار ته وايي چې په هېواد کې د وروستیو تحولاتو او د خامو موادو نهشتون د دې لامل شوی چې د کارخونې چارې یې په ټپه ودرېږي او میلیونونه افغانۍ زیان وکړي.
نوموړی همداراز د برښنا لوړه بیه، د غنمو د بیو لوړېدل او د بازار نهشتون نور هغه لاملونه یادوي چې له امله یې دغه کار خونه تړل شوې.
په ورته مهال په دغه ولایت کې د «یخ خراسان» کارخونې مرستیال جلال متین هم وايي چې په تېر کې یې تولیدات او خرڅلاو ښه وو، خو د مخکیني حکومت له سقوط سره هممهاله یې کارو بار رالوېدلی او نه دي بریالي شوې چې معدني او د میوو اوبه تولید او نورو ولایتونو ته یې ولېږدوي.
د دغو دوو کارخونو مسوولان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې خصوصي سکتور ته د کار زمینه برابره کړي، څو دوی وکولای شي خپل فعالیت له سره پیل کړي.
په ورته مهال د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان هم په دغه ولایت کې د پانګوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې دوی د اسلامي امارت له مسوولانو سره په همغږۍ هڅه کوي، څو په دغه ولایت کې د کارخونو د بیا فعالیت پیلېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل مدیر نجیبالله خاشرود زیاتوي چې د یادې ستونزې د هواري لپاره له دغه ولایت څخه یو پلاوی کابل ته تللی او له مالیې او نورو وزارتونو سره یې خبرې پیل کړي، څو دغه ستونزه هواره کړي.
د سلاموطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ
په نیمروز کې د تولیدي کارخونو د مسوولانو په وینا، د کارخونو د فعالیت په درېدو سره هممهاله په دغه ولایت کې سلګونه کارکوونکي هم وزګاره شوي او اوس په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.