د لوګر یوشمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، په دغه ولايت کې هدفي وژنې په بې‌سارې توګه ډېرې شوي او یوازې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د لوګر د‌ ولايتي شورا رییس حسيب‌الله ستانکزی وايي، په وژل شويو کسانو کې د لوګر د اقتصاد رییس عبدالمنان سيدي، د افغانستان بانک ولايتي څانګې مسوول سيد همايون، د امنيه قومانداني پخوانی وياند او د لومړۍ حوزې اوسنی امر شاه‌پور احمدزی، د لومړۍ حوزې پخوانی امر محمدخالد يعقوبي او يوشمېر نور ملکي وګړي او امنيتي سرتېري شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په خبره، په لوګر کې روانې ناامنۍ او هدفي وژنو د دغه ولايت اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي او حکومت ته په‌کار ده چې د امنيت ټينګښت په برخه کې اوچت ګامونه واخلي.

د لوګر والي عبدالقيوم رحیمي که څه هم په دغه ولایت کې امنيتي ستونزې مني، خو په وینا یې، د مخنیوي لپاره یې هڅې کوي. هغه له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او د‌ سولې خبرواترو ته ور وګرځي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په لوګر کې د روانو هدفي بريدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.



په همدې حال کې یوشمېر پکتیاوالو نن د دغه ولایت د مزکر ګردېز ښار اړوند د ډاکټر نجیب‌الله څلورلارې کې د اشان الله په نوم یوه ځوان د وژنې په غبرګون کې د اعتراض په توګه پرلت کړی او هغه ته د عدالت غوښتنه کوي.

معترضان وايي، د هدفي وژنو دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې، خو امنیتي مسوولانو یوازې د خلکو د تېراېستلو لپاره د یادو کسانو د نیولو ژمنې کړې دي.

دوه معترضان سیدجمال اصف‌خېل او بهادرخان وايي، په دغه ولایت کې د ولایتي شورا د وکیلانو په ګډون، لسګونه کسان ترور شوي، خو مسوولانو یې نه یوازې مخه نه ده نیولې، بلکې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي هم نه ده کړې.

خو د پکتیا امنیه قوماندان نجیب‌الله سرتېر وايي، د اشان الله په نوم د یوه ځوان قاتل یې نیولی او د وژل شوي کس موټر یې هم ترې راوستلی دی. نوموړی زیاتوي، په یاد ترور کې دوه نور کسان چې اوس تښتېدلي، هم لاس لري او د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.

امنیتي مسوولان وايي، وسله‌والو طالبان د جګړې د اصولو خلاف د قومي مشرانو او امنيتي سرتېرو پر کورنيو بريدونه کوي چې له کبله یې ډېره قرباني ملکي وګړي ورکوي. د دوی په خبره، طالبان د جګړې په ډګر کې مات شوي او همدا لامل دی چې هدفي وژنو ته یې مخه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام