وروسته له هغې چې کندوز او کندهار ولایتونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش مرګونو بریدونو ګڼو ملکیانو ته درنه مرګ‌ژوبله واړوله، د دغې ډلې فعالیت په اړه د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د روسیې اندېښنې زیاتې شوې دي.

د چارو یو‌شمېر افغان کارپوهان هم داعش ډله افغانستان او سیمې ته ګواښ بولي او په دې باور دي چې دغه ډله قوي بهرنی ملاتړ لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د استخباراتي چارو کارپوه محمود حیدري وايي، امریکا او یوشمېر نور لوېدیځ هېوادونه د داعش ترشاه ولاړ دي او هڅه کوي له دې لارې خپلو موخه ته ځان ورسوي.

هغه وویل، چین غواړي د پاکستان په مرسته د یوه کمربند له لارې اسیا او افریقا سره ونښلوي او که دا کار وشي، نو چین به یو ستر اقتصادي ځواک شي او ترڅنګ به یې د افغانستان اقتصادي زیرمو ته ځان ورسوي.

د حیدري په وینا، امریکا او ځینې نور هېوادونه نه‌غواړي، چین د نړۍ په اقتصادي قدرت بدل شي، نو له همدې امله د چین او روسیې پر ضد د داعش پروژه جوړه شوې او دا نیابتي جګړه به د پاکستان په مرسته له افغانستان څخه عملي کېږي چې افغان ولس به سخت په کې زیانمن شي.

 په ورته مهال حیدري وايي، د داعش په رامنځ ته کېدو کې پاکستان ستر رول لري او دغه هېواد چې هر لوري څخه ګټه ترلاسه کړي، په پلوي یې کار کوي، نو دغه نیابتي جګړه کې هم په میلیاردونو ډالر ترلاسه کوي او د طالبانو حکومت کمزوری ساتي.

بل‌خوا د چارو یو بل شنونکی فضل الرحمان اوریا هم داعش خطرناکه ډله بولي او وايي، یوشمېر هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا او فرانسه ورڅخه جدي ملاتړ کوي.

د هغه په وینا، هڅې روانې دي چې افغانستان او سیمه بی‌ثباته شي او پاکستان هم دې لوبه کې شامل دی.



اوریا اندېښنه ښيي چې که د سیمې هېوادونه اسلامي امارت څخه ملاتړ ونه‌کړي، نو داعش به سیمه کې ډېرې ورانۍ رامنځ ته کړي او د امریکا په شمول د ځینو نورو خونړي پلانونه به عملي شي.

هغه وویل، «زمونږ ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه شمالي ګاونډي هېوادونه چین او ایران ته هم ګواښونه متوجه کولای شي، هر څومره چې امریکا او فرانسه د داعش لړۍ ته ادامه ورکړي، په هغه اندازه دا ګواښونه زیاتېږي.»

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې روسیي، ترکیي او ایراني مشرانو هم ویلي چې د داعش په اړه د امریکا پالیسۍ دوه ګونې ده او فرانسه او امریکا په منظم ډول افغانستان ته داعشیان لېږدوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چی امریکایي مشرانو هم د داعش فعالیت پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې، خو د اسلامي امارت چارواکې بیا ډاډ ورکوي، د دې وړتیا لري چې د داعش پلانونه له منځه یوسي او دا ډله به افغانستان او د سیمې هېوادونو ته ګواښ پېښ نه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام