د ملي دسترخوان پروګرام د لسګونو کارکوونکو اعتراض

د ملي دسترخوان پروګرام له دوو زرو ډېرو کارکوونکو نن د ADA, SDO, COAR او WADAN موسسو له لوري د معاشونو د نه ورکړې پر وړاندې اعتراض وکړ.
دوی وايي، سره له دې چې په سختو حالاتو کې یې له خلکو سره د مرستې په موخه له یادو موسسو سره کار کړی، خو له پنځو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

غور کې بې‌وزلي؛ یوې ښځې دوه لمسیانې پلور ته وړاندې کړي

د غور د تولک ولسوالي یوه ۵۴ کلنه اوسېدونکې رخشانه چې د بې‌وزلۍ له امله د دغه ولایت مرکز ته لېږدول شوې وايي، بې‌وزلۍ او ناچارۍ اړ کړې چې خپلې شپږ او څلور کلنې لمسیانې وپلوري.
هغه وايي، له څلورو میاشتو ډېره موده کېږي چې له خپلې مېنې بې‌ځایه شوې او په دې موده کې یې یوازې یو ځل مرسته ترلاسه کړې ده.

شنونکي: داعش ډله د نړۍ په کچه قوي ملاتړ لري

وروسته له هغې چې کندوز او کندهار ولایتونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش مرګونو بریدونو ګڼو ملکیانو ته درنه مرګ‌ژوبله واړوله، د دغې ډلې فعالیت په اړه د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د روسیې اندېښنې زیاتې شوې دي. د چارو یو‌شمېر افغان کارپوهان هم داعش ډله افغانستان او سیمې ته ګواښ بولي او په دې باور دي چې دغه ډله قوي بهرنی ملاتړ لري.

المان ترکیې ته: د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره طالبانو سره همکاري وکړئ

دویچه‌وله راپور ورکړی چې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل پرون ترکیې ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتنه کړې چې ترکیې کې د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره باید له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له دوی سره همکاري کړي.

غور کې د مالي ستونزو له امله یوې راډیو خپل نشرات درولي

 په غور کې د «سرحد» په نوم د محلي راډیو مسوولانو ویلي چې د مالي ستونزو، برښنا نه‌شتون او د خبریالانو د دندې د بدلون له امله یې د دغه راډیو نشرات درولي دي. په غور کې د سرحد راډیو مدیر مسوول سیدمعروف سعیدي سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه راډیو په تړل کېدو سره د یاد ولایت ګڼ‌شمېر اوسېدونکي اطلاعاتو ته له لاسرسي محروم شوي دي.