د بېړنیو مرستو د نشتون له امله د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي له خبرداري وروسته، اوس د بریټانیا دولت اعلان کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي.

 د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې، لیز تراس ویلي چې په افغانستان کې ځینې خلک د خپل بدن غړي پلوري چې دا د ډيرې اندېښنې وړ خبره ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

په افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو د احتمالي مړینې رپوټ له خپرېدو وروسته، د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له دغه هېواد سره د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره، په خپلو مرستو کې ۱۰۰ میلیونه پونډه زیاتوي.

 تر دې مخکې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مخکینی مرستیال ویلي و چې له افغانستان سره د چټکو مرستو د نه ترسره کېدو په صورت کې به، په دغه هېواد کې تر مارچ میاشتې پورې درې میلیونه ماشومان به پر سختې خوارځواکۍ اخته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام