د بریټانیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له افغانستان سره ۷۵ میلیون پونډه چې ۹۹ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کوي.

د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس د جي۷ هېوادونو غونډې ته په خپلې وینا کې ویلي چې د «بېړنیو مرستو» دغه کڅوړه د افغانستان خلکو ته د خوراکي توکو، روغتيايي خدمتونو، سرپناه او اوبو د برابرولو لپاره په نظر کې نیول شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بريتانیې د بهرنيو چارو وزيرې په وينا، ټاکل شوې دغه مرستې د ملګرو ملتونو، د افغانستان د بشري مرستو صندوق، د خوړو نړيوال پروګرام، د کډوالو نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او د ژغورنې نړيوالې کمېټې له لارې وشي.

ټراس زیاته کړې چې د بشردوستانه مرستو بسته د بریټانیې د هغه ۲۸۶ میلیونو پونډو د ژمنې یوه برخه ده چې د روان کال په پیل کې یې له افغانستان سره کړې وه او ټاکل شوې چې په روان ژمي کې دغه هېواد ته ورکړل شي. د نوموړې په ​​وينا، دغه مالي مرسته کولای شي د افغانانو ژوند وژغوري او هم په سيمه کې له ثبات سره مرسته وکړي.

د افغانستان د کړکېچ  او له اسلامي امارت سره د تعامل په اړه د نړیوالو د همغږۍ د اقداماتو په اړه د جي‌۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو دغه غونډه پرون د انګلستان په لېورپول ښار کې جوړه شوې وه. پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د هېواد د شتمنیو د کنګلېدو له امله اقتصادي ستونزې ډېرې شوي او خلک وزګاره شوي دي.

بل‌خوا د کړکېچ نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، که له افغانستان سره بېړنۍ نړیوالې مرستې ونشي «لوږه او بې وزلۍ به د تیرو دوو لسیزو د ټولو بمونو او ګولیو په پرتله ډیر افغانان ووژني».

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د «خونړۍ جګړې» په ختمېدو سره، د افغانانو «کړاونه» ختم شوي نه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام