د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وایي، د دغه ولایت په فارسي ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د نښتو له امله د دې ولسوالي امنیه قومندان او یو سرتېری وژل شوي او ۵نور ټپیان دي.
د قتالي په وینا، په دې نښته کې ۱۳طالبان هم وژل شوي او ۶نور ټپیان دي. نوموړی همداراز وایي چې وسلهوالو طالبانو د دې ولایت په ګلران ولسوالي هم برید کړی چې له امله یې د دې ولسوالي د ملي امنیت دوه سرتېري وژل شوي او ۶نور ټپیان دي.
خو په هرات کې د ملکیانو د ژغورنې شورا مشر او په فارسي ولسوالي کې مدني فعال محمدآصف فیضیار سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د فارسي ولسوالي امنیه قومندان او د دې ولسوالي، ولسوال سیدشمس الدین چې د وسلهوالو طالبانو د بریدونو په شاه تمبولو لپاره د جګړې یوه سنګر ته ورغلي وو، د وسلهوالو طالبانو د درېو نفوذي کسانو له لوري تر برید لاندې راغلي چې د نوموړي په وینا، په دې برید کې د فارسي ولسوالي امنیه قومندان له ۸ سرتېرو سره وژل شوی او ولسوال له دوو نورو سرتېرو سره ټپي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات د ملکي وګړو د ژغورنې د شورا مشر وایي، د وسلهوالو طالبانو دغه درې نفوذي کسان د یوه سرتېري له لوري وژل شوي.
د هرات په فارسي ولسوالي کې سرچینې د دې پېښې پخلی کوي او وایي، د امنیتي ځواکونو جسدونه د سیمې د خلکو په مرسته د جګړې له ځای راېستل شوي دي.
د هرات محلي چارواکي وایي چې دغه ولسوالیو ته به مرستندویه ځواکونه ور واستول شي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
بلخوا د جوزجان ولایتي شورا غړي وایي چې وسلهوالو طالبانو په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته نیولې او ۸ سرتېري یې وژلي دي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړی شېرمحمد نور سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت په فیض اباد ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر ګډو پوستو بریدونه کړي چې له امله دغه پوسته د وسلهوالو لاس ته لوېدلې ده.
- طالبانو په هرات کې یوه ښځه په صحرايي محکمه کې وژلې
- هرات کې د ځانمرګي واسکټونو چاودنې ۲۰ طالبانو ته مرګژوبله اړولې
- هرات کې موټربم چاودنې ۸کسان وژلي او ۵۴ ټپيان کړي
د نوموړي په وینا، په دې نښته کې ۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۳سرتېري له خپله تجهیزاتو سره وسلهوالو طالبانو ژوندي نیولي. هغه وایي، د دغې پوستې له سقوط سره اوسمهال فیض اباد ولسوالي د وسلهوالو طالبانو تر کلابندۍ لاندې ده.
نوموړی خبرداری ورکوي، که امنیتي مسوولان په دې برخه کې اقدامات ونه کړي دغه ولسوالي به د وسلهوالو لاس ته ولوېږي.
د فیض اباد ولسوالي امنیه قومندان محمدنادر د امنیتي ځواکونو د دغې ګډې پوستې سقوط تاییدوي، خو د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې او بندیانو په اړه څه نه وایي.
د وسلهوالوطالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د دې برید د تایید ترڅنګ وایي چې په دې نښته کې یې ۸ حکومتي سرتېري وژلي او ۱۳ نور یې ژوندي نیولي دي.