Asset 1SWN

جوزجان؛ طالبان له ښوونکيو او زده‌کوونکيو په زور پیسې اخلي

4785517-owr8yvg166b9841h7nto8p6hdcu5jwpxfb1233vszs

 

د جوزجان ولایت د اقچې او مردیان ولسوالیو اوسېدونکي سلام‌وطندار سره خبرو کې شکایت کوي چې طالبانو د خپلې نفوذي ساحې په پراخولو سره د دغو ولسوالیو له خلکو جبري اخاذي کوي.

د سیمې خلک وايي، وسله‌وال طالبان له خلکو په زور نغدې پیسې اخلي او دغه کار لامل شوی چې د سیمې بې‌وزله خلکو ژوند نور هم تریخ شي.

د اقچې او مردیان ولسوالیو خلک د ملامتۍ ګوته دولت ته نیسي او وايي، له سیمې د وسله‌والو طالبانو د شړلو لپاره هېڅ ډول نظامي عملیات نه دي شوي او اجازه ورکړل شوې چې وسله‌وال طالبان په ډاډه زړه پر خلکو ظلم وکړي.

د جوزجان امنیتي چارواکي هم سلام‌وطندار سره خبرو کې مني چې وسله‌وال طالبان په ځینو ولسوالیو کې په باج اخيستو بوخت دي او دغه کار لاهم دوام لري.

د جوزجان امنيې قوماندان عبدلواحد وجدان وايي، طالبانو په ځینو ولسوالیو کې د نویو قوانینو په وضع کولو سره له ښوونکيو او زده‌کوونکيو نغدې پیسې اخلي.

وجدان زیاتوي، ډېر ژر به دغو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات ترسره شي.

په ورته حال کې د جوزجان مدني فعالان وايي، د دې ولایت په ولسوالیو کې د نظامي عملیاتو نه ترسره کېدل لامل شوي چې د طالبانو واک سیمه ورځ تر بلې پراخه شي او په ډاډه زړه له خلکو باج واخلي.

ومو غوښتل په دې اړه د وسله‌والو طالبانو نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سربېره بریالي نه شوو.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام