Asset 1SWN

روغتیا وزارت: ناروغان باید له دې وروسته په دولتي روغتونونو کې هم فیس ورکړي

4-1024x578 (1)

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، ټاکل شوې له دې وروسته د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا، پر ځان‌ بسیاینې او معیاري کېدو په موخه دولتي روغتونونو کې هم له ناروغانو څخه څه‌ناڅه پیسې واخیستل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته ویلي چې غواړي په نږدې راتلونکي کې له ناورغانو د پیسو اخیستلو چاره په ټول هېواد کې پیل کړي.

په همدې حال کې د هرات ولایت د حوزوي روغتون مسوولان په دغه روغتون کې له ناروغانو څخه د فیس اخیستلو پروسې د پیل خبر ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي سلام‌وطندار ته ویلي چې د عامې روغتیا او مالیې وزارتونو د لارښوونې پر بنسټ یې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل څخه د لومړنیو روغتیایي خدمتونو په برخه کې د فیس اخیستل پیل کړي او په خبره یې، دا چاره به په نږدې راتلونکي کې نورو برخو ته هم وغځوي.

هغه زیاتوي: «بستر کېدونکي ناروغان چې هر څومره پاتې شي، یو ځل ترې هماغه ۲۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي. د کوچني عملیات ۱۰۰، د لوی عملیات ۵۰۰، د تخصصي عملیات ۱۰۰۰، د اېکسرې ۵۰ او د سي‌ټي‌سکن ۱۰۰ افغانۍ فیس اخیستل کېږي.»

خو یوشمېر هېوادوال چې د ناروغۍ د درملنې پر مهال یې ټوله تکیه پر دولتي روغتونونو ده او د فیس ورکولو وسه نه لري، شکایت کوي چې که عامې روغتیا وزارت خپلې تازه پرېکړې عملي کړې، د دوی اقتصادي ستونزې به لا زیاتې کړي.

نورالدین چې د کابل وزیرمحمداکبر خان روغتون ته یې ناروغ راوستی او زرغونه چې د کابل جمهوریت روغتون ته له یوه ناروغ سره راغلې وایي، د عامې روغتیا وزارت تازه پرېکړه به د وزارت په ګټه وي، خو د خلکو په زیان ده. دوی زیاتوي:

«شل افغانۍ هم اخلي، خو بیروبار هم ډېر دی. اوس چې فیس اخلي، له سهار تر اوسه هېڅ وار نه را رسېږي. دولتي روغتون د څه لپاره دی؟ نه پوهېږم دا فیس د څه لپاره اخلي؟ ټوله ورځ باید په دولتي روغتون کې یې، له ډېرې ګڼه‌ګوڼې نوبت نه را رسېږي. د درملو بیه لوړه ده، خو کیفیت یې د تېر غوندې نه دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

«څوک چې جراحي کېږي، فیس یې ۲۰۰ دی. له کومې ورځې چې دا خلک راغلي، شل افغانۍ پیدا شوې، فیس پیدا شو. کنه دا دی دېرش کاله کېږي چې بچیان مې دلته راوستل، خپله راتلو، ۲۰۰ افغانۍ له هغه چا اخیستل کېږي چې جراحي کېږي.»

د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د خپلې تازه پرېکړې د عملي کېدو خبر ورکوي چې د دولتي روغتونونو مسوولان او ناروغان تل په دغو روغتونونو کې د امکاناتو له کمښت او نشتون څخه سر ټکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام