روغتیا وزارت: ناروغان باید له دې وروسته په دولتي روغتونونو کې هم فیس ورکړي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، ټاکل شوې له دې وروسته د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا، پر ځان‌ بسیاینې او معیاري کېدو په موخه دولتي روغتونونو کې هم له ناروغانو څخه څه‌ناڅه پیسې واخیستل شي. خو یوشمېر هېوادوال چې د ناروغۍ د درملنې پر مهال یې ټوله تکیه پر دولتي روغتونونو ده او د فیس ورکولو وسه نه لري، شکایت کوي چې که عامې روغتیا وزارت خپلې تازه پرېکړې عملي کړې، د دوی اقتصادي ستونزې به لا زیاتې کړي.