Asset 1SWN

د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ؛ روغتیا وزارت: ۲۰سلنه افغانان نسوار کاروي

_99515521_hi043867399

نن د مې ۳۱مه د تنباکو نه کارولو نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ د عامې روغتیا وزارت له لوري نن چهارشنبه د غبرګولي لسمه کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په دې غونډې کې وویل چې ۲۷سلنه افغانان په منظم ډول له تنباکو څخه استفاده کوي چې له ډلې یې ۲.۶ سلنه ښځې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین محمدحسن غیاثي د تنباکو د مخنیوي نړیوالې ورځې نمانځ‌غونډې ته وویل، دغه وزارت په پام کې لري چې د تنباکو محصولاتو څخه د ګټې اخیستو کمولو لپاره، تازه طرحې جوړې کړي دي.

هغه وویل: «۲۷سلنه افغانان په منظمه توګه له تنباکو استفاده کوي چې له ډلې یې ۲.۶سلنه مېرمنې دي. د وزارت د موندلو پر بنسټ ۲۰سلنه افغانان له نسوارو استفاده کوي او همداراز ۹۳سلنه افغانان سګرټ څښوي چې ۷سلنه بیا قیلون کاروي.»

د دغه وزارت مسوولان زیاتوي چې هېواد کې د مړینې ۴۵.۵ سلنه غیرساري ناروغۍ تشکیلوي او ځوانان هم تنباکو څخه د استفادې په دلیل تر ډېر عمرلرونکو زیات د دغو ناروغیو خطر سره مخ کېږي.

په ورته وخت کې د معالجوي طب عمومي رییس حیدرخان حیدر وايي، کوم کسان چې له تنباکو څخه استفاده کوي د سږو سرطان او د زړه او تنفسي ناروغیو په څېر په خطرناکه ناروغیو اخته کېږي.

هغه د تنباکو نه‌کارولو په برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړولو غوښتنه کوي. نوموړي وویل: «د حج او اوقافو وزارت باید د جمعه لمانځنه په خطبو کې باید له ملا امامانو غوښتنه وکړي چې دې برخه کې خلکو عامه پوهاوی ورکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، نړۍ کې هرکال ۸ میلیونه کسان د تنباکو کارولو په دلیل ژوند له لاسه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام