د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د تېرو څلورو میاشتو پرمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۳۵۰۰ کسان پر سرطان ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وویل، ۲۰۲۱ کال کې د ټول هېواد په کچه څه باندې ۳۰ زره کسان په سرطان اخته شوي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال لومړیو څلورو میاشتو کې دغه شمېر ۱۳ زره او ۵ سوو ته رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دی وايي، د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې په سرطان د اخته کسانو شمېر ۲۵ سلنه لوړ شوی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند د سږ کال څلورو میاشتو کې د سرطان ناروغیو د مړو شویو شمېر په اړه مالومات نه ورکوي خو وايي، تېر کال د سرطان ناروغیو د مړو شویو شمېر شاوخوا ۲۰ زرو ته رسیږي.

په ورته وخت کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام مسوولان د سرطان ناروغیو د پتالوژي لابراتوار پرانیستو مراسمو کې د خدماتو وړاندې کولو پر وړاندې ننګونو ته اشاره کوي.

د عامې روغتیا وزارت د سرطان د کنټرول ملي پروګرام امر ذبیح‌الله هاشمي وویل، د پوره بودیجې نه‌شتون او د مسلکي متخصصانو او د درملنې لپاره د مناسب ځای کمښت له هغو مواردو دي، چې په سرطان د اخته کسانو لپاره د خدماتو وړاندې کول یې ستونزو سره مخ کړي دي.

هاشمي ټینګار کوي، په سرطان د اخته کسانو لپاره د طبي خدماتو وړاندې کولو کې ستونزې لامل شوي، چې ناروغان د دغې ناروغۍ درملنې لپاره د ډېرو لګښتونو په ورکولو سره نورو هېوادونو ته لاړ شي.

نوموړي وویل: «د ناروغانو د بسترولو لپاره کافي ځای نه لرو، متخصص پرسونل نه لرو، یوازې یوځای لرو چې له ټولو ولایتونو څخه ورته ناروغان راځي.»

د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې ښيي، چې نړۍ کې د کال شاوخوا ۱۹ میلیون کسان په سرطان اخته کیږي او له دې ډلې نژدې ۱۰ میلیون یې ژوند له لاسه ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تنباکو دود، له غیرصحي موادو څخه ګټه اخیستل او د هوا ککړتیا په سرطاني ناروغیو د اخته کېدو له اصلي لاملونو څخه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام