Asset 1SWN

جرمني کې د خپلې خور د وژنې په تور دوه افغان ورونه تورن بلل شوي

210807-Polizei-scaled

په جرمني کې دوه افغان ورونه د خپلې خور د وژنې په تور چې هغه یو ناموسي قتل بللی شوی، د برلیین ښار څارنوالۍ پرون په رسمي توګه تورن پېژندلي دي.

څارنوالو ویلي چې وژل شوې مېرمن د دوو اولادونو مور ده او ۳۴ کاله عمر لري. د څارنوالانو په خبره، دغو دوو ورونو یاده مېرمن له دې امله وژلې  چې د ښځو د چلن له سختو مقرراتو څخه چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې نافذ دي، سرغړونه کړې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جرمني رسنیو وړاندې داسې  ویډیوګانې خپرې کړې وې چې د ۲۲ او ۲۵ کلونو ترمنځ دوه ورونه چې یو غټ بکس ورسره دی، د برلین سوډ کریوز ته د اور ګاډي تم‌ځای ته ورځي.

وژل شوې ښځه له خپل افغان مېړه جلا شوې وه.

دواړه ورونه چې اوس د خپلې خور د وژنې په تور پړه بلل شوي، د اګسټ میاشتې له ۴مې نېټې راهیسې په بند کې دي. په ورته مهال پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې دغو کسانو د خپلې خور د وژلو پر مهال  “د غیرت له احساس” څخه کار اخیستی وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغو درې واړو ورونه او خور له څو کلونو راهیسې په جرمني ګډ ژوند کاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام