پکتیا کې د شخصي دښمنۍ له امله دوه ورونه وژل شوي

د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز ګردېز ښار اړوند په سعادت‌ خېلو کلي کې د پخوانۍ شخصي دښمنۍ له امله یوه کس دوه ورونه وژلي دي.

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته وویل چې پېښه د ۲۵ کاله پخوانۍ شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.