Asset 1SWN

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی

khashkhash-13-px2jbmoa4hnprx04ss1ecfpupi321fyng9r2ysambs

د ملګرو ملتونو د کوکنارو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د کوکنارو کښت په اړه لومړنی راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې لیکل شوي چې په ۲۰۲۱ کال کې پر ۱۷۷ زره هېکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي وو، خو په روان ۲۰۲۲ کې پر ۲۳۳ زره هېکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي او په دې سره په کښت کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په راپور کې زیاته شوې چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال په کابل کې هم کروندګرو کوکنار کرلي، خو تر ټولو ډېر په هلمند ولایت کې کرل شوي. د راپور پر بنسټ، د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، کروندګرو په تېر ۲۰۲۱ کال کې د کوکنارو له کرکېلې نه ۴۲۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي وو، خو په روان ۲۰۲۲ کال کې دا کچه ۱،۴ میلیارډه ډالرو ته رسېدلې ده.

په کندهار کې د نشه‌يي توکو پلورونکی نثاراحمد بیا وايي چې سږ کال د تېر هغه په پرتله په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو بیه هم ډېره لوړه شوې ده. هغه وايي، د خلکو روزګار خراب دی او همدا لامل دی چې د کوکنارو کښت ته یې مخه کړې ده.

خو په روزګان کې بیا یوشمېر کروندګر وايي چې اسلامي امارت د کوکنارو کر ته نه‌دي پريښي او پر ځای یې د اصلاح شویو تخمونو د ورکړې ژمنه ورسره کړې، خو لا یې نه‌دي ورکړي.

یو کروندګر سیف‌الدین وايي، حکومت دې د کوکنارو پر ځای، کروندګرو ته د بدیل کښت تخمونه ورکړي او دې برخه کې دې نورې مرستې هم ورسره وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب وايي، روان کال یې د نشه‌يي توکو د کښت او تولید مخنیوي په موخه ۱۹۹۳ عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۶۳ ټنه نشه‌يي توکي نیول شوي، د پراسېس ۵۴ کارخونې یې له منځه وړل شوي او په تړاو یې ۲۴۴۴ کسان هم نیول شوي دي.

که څه هم د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده په هېواد کې د کوکنار پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګولی، خو د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې افغانستان اوس هم په نړۍ کې د نشه‌يي توکو ۸۰ سلنه اړتیا پوره کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام