هلمند د هېواد سویلي زون کې یو له هغو ولایتونو دی، چې د کرنیزو او خوړوبو ځمکو لویه برخه تشکیلوي او تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې کروندګرو سږکال دغه ولایت کې په پراخه کچه د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړې.

که څه هم هلمندي کروندګر د کوکنارو پراخه کرکېلې له امله، را روان کال د غنمو کمښت او لوړ قیمت او د کوکنارو زیانونو ته ژوره اندېښنه لري، خو سږنۍ وچکالي، د کیمیاوي کودونو او د تیلو لوړه بیه خپل هغه مجبوریتونه په ګوته کوي، چې له امله یې د کوکنارو په پراخه کرکیلي لاس پورې کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وايي، که دولت او نړیوال مرستندویه بنسټونه یې د کیمیاوي کودونو، اصلاح شویو تخمونو او نورو کرنیزو اړتیاوو په برخه کې لاسنیوی وکړي، خپلو ځمکو کې به د کوکنارو بدیل کښتونه وکړي.

د اسلامي امارت چارواکي هم مني چې هلمند کې کروندګرو د فقر او ځینو نورو مجبوریتونو له امله د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړې خو په وینا یې، د بدیل معیشت پروګرام له مخې به کروندګرو سره مرسته وشي، ترڅو د کوکنارو پر ځای نورو مثبتو کښتونو ته مخه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، نړیوالو ادارو سره یې هم د بدیل معیشت پروګرام د پلي کولو په اړه خبرې کړي دي.

د هلمند د کرنې ریاست مسوولان وايي، د دې ولایت په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې په ۸۰ زره هکټاره ځمکې غنم کرل شوي او ۶نیم زره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي. خو دا چې په څومره ځمکو کوکنار کرل شوي، په اړه یې څه نه وايي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ویلو ده چي په تیرو کلونو کي هم هلمند کې د پام وړ کوکنار کرل کیدل، خو د تیر جمهوري نظام په حکومت واکو سیمو کې یې د کرکېلې ساحه وخت ناوخته د یو لړ کوکنار ضد اقداماتو په پایله کې محدودېده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام