د کوکنارو پر کرلو بندیز؛ د کندهار کروندګر: د بدیل کښت په برخه کې راسره مرسته نه‌ده شوې

د سوېلي ولایتونو یوشمېر کروندګر وايي، له هغه وروسته یې چې د کوکنارو پر کرلو بندیز لګېدلی، نه‌دي توانېدلي چې له خپلو کښتونو عاید ترلاسه او خپل روزګار پرې وچلوي. دوی وايي، د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې هم ورسره مرسته نه‌ده شوې. کندهار کې یو کروندګر سیداحمد وايي، د کوکنارو کښت یې پرې بند کړی او دوی یې بدیل هم نه لري.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۱ کال پر مهال افغانستان کې پر ۱۷۷ زره هېکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي وو، خو په روان ۲۰۲۲ کې پر ۲۳۳ زره هېکټاره ځمکې کرل شوي او په دې سره یې په کښت کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو په راپور کې لیکل شوي چې کروندګرو روان کال په کابل کې هم کوکنار کرلي، خو تر ټولو ډېر بیا هلمند کې کرل شوي دي.

هبت‌الله اخند‌زاده: هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو کښت بند دی

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنار او نورو هر ډول نشه‌يي توکو پر کښت بندیز اعلان کړی دی.

په دغه فرمان کې راغلي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت په مطلقه توګه منع اعلان شوی او څوک نشي کولای چې د کښت هڅه یې وکړي.

هلمند کې د کوکنارو کرکېله زياته شوې

هلمند د هېواد سوېلي زون کې یو له هغو ولایتونو دی چې د کرنیزو او خوړوبو ځمکو لویه برخه تشکیلوي او تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې کروندګرو سږکال دغه ولایت کې په پراخه کچه د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړې. دوی وايي، که دولت یې د کیمیاوي کودونو، اصلاح شویو تخمونو په برخه کې لاسنیوی وکړي، د کوکنارو بدیل کښتونه به وکري.