Asset 1SWN

د اسلامي امارت مشر هېواد کې د کوکنارو کښت په اړه د سروې امر کړی

۴۵

د کورنیو چارو وزارت اړوند له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده امر کړی چې هېواد کې د کوکنارو کرل شوي فصلونه باید سروې شي.

له دې سره هم‌مهاله روان کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اقتصادي ستونزو له کبله یو‌شمېر کروندګرو د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ننګرهار اوسېدونکي محمداګل سلام‌وطندار ته وویل: «تېر کال مو ترکاري وکرله، لکه پیاز او غنم، خو بازار کې مو په ښه بیه ونه پلورل او سږکال مو ځمکه کې کوکنار کرلي، څو اقتصادي ستونزې مو حل شي.»

په همدې حال کې د لغمان اوسېدونکی عبدالحق بیا وايي چې د اقتصادي ستونزو او د اوبو کمښت له امله یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي دي. د نوموړي په وینا، که بل څه کښت کړي، خپلې ستونزې پرې نه‌شي حلولی.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت مسوولان د کوکنارو کښت په اړه خبرداری ورکوي او وايي، روان هجري لمریز کال کې یې ۱۷ زره او ۸۵ هکتاره ځمکه د کوکنارو کښت څخه پاکه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب سلام‌وطندار ته وویل: «د ا.ا د رهبر د فرمان له مخې، ټول هېواد کې د کوکنار کښت او قاچاق بند دی او څوک اجازه نه‌لري چې کښت یې کړي. روان کال مو د نشه‌يي توکو د راټولولو او له‌منځه وړلو په موخه ۴۲۱۰ عملیاته کړي او ۱۷۸۵زره هکتاره ځمکه مو د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده. اسلامي امارت هوډ لري چې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ووېشي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د ملګروملتونو له مخدره توکو او جرایمو سره د مبارزې ادارې تر دې وړاندې ویلي و چې افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام